د هلمند د هوږې حاصلات بازار ته وړاندې کیږي
۱۵ غویی ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په نږدې ورځو کې به ددې ولایت د هوږو حاصلات بازار ته وړاندې شي. د دوی په خبره سږ کال ددې ولایت د مرکز لښکرګاه ترڅنګ د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې پر ۱۲۶۲ هکټاره ځمکه کې هوږه کرل شوې ده، چې د اټکل له مخې به شاوخوا ۳۵ زره او ۳۳۶ ټنه حاصل ورڅخه په لاس راشي.
د هلمند ولایت هوږه د کیفیت له مخې په کورنیو بازارونو کې ښه نوم لري، چې ګڼو نورو ولایتونو ته هم صادریږي.
په دې وروستیو کې چې د یوشمېر خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي د هلمند هوږه کولای شي، چې په بازار کې د هوږې بیې کنټرول کړي.
هوږه چې د بېلابېلوخوړو د ذایقې لپاره په اوومه او پخه ډول خوړل کیږي، د باکتریا ضد خاصیت لرلو سره د مثانې د ناروغیو مخه نیسي، د غاښونو درد اراموي، د عصبي ناروغیو، زکام، وزن کنټرولولو، د وینې فشار نورمالولو، د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت زیاتوي ، ویښتانوته ګټې او داسې نور روغتیایي ګټې لري.
