د نورستان ولایت واما ولسوالی ځنګل کې د اورلګېدنې مخه ونیول شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۴:۲
د نورستان ولایت واما ولسوالی ځنګل کې د اورلګېدنې مخه ونیول شوه

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د  نورستان ولایت، واما ولسوالۍ کې د کوردر درې خوړ کلي نه پورته او د پونس کلي اړوند سنګلاح ځنګلي سیمو کې د نامعلومو لاملونو له امله اور لګېدلی و، چې د سیمې د طبیعي شتمنیو لپاره یې جدي ګواښ پېښ کړی و.
د نورستان د کرنې ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم، د پیښې له راپور وروسته، ژر تر ژره سیمې ته ورسید او د کلیو له اوسېدونکو او ځوانانو سره په همغږۍ، له ۱۲۰ تنو جوړ وسایلو سمبال ټیم سره د اور وژنې چارې پيل کړې.
د درې شپو او دریو ورځو پرله‌پسې هڅو په پایله کې، د اور مخه ونیول شوه او د پراخ زیان مخنیوی وشو. د اور لګېدنې له امله شاوخوا ۶۰ هکتاره ځنګلي سیمه له منځه ولاړه، خو د خلکو، ځوانانو، او کرنې ریاست د کارکوونکو له نه ستړې کېدونکو هڅو سره، د لا زیاتې ځنګلي سیمې د سوځېدو مخه ونیول شوه.
د کرنې ریاست له لوري د اور وژنې ډلې ته اړین وسایل، خواړه، او د څښاک اوبو اسانتیاوې برابرې شوې وې، چې له امله یې د عملیاتو د دوام امکان رامنځته شو.
د دې ګډو هڅو له امله، د طبیعي شتمنیو د خوندي ساتنې یو غوره مثال وړاندې شو، او ښيي چې د ټولنې یووالي او همکاري کولی شي له طبیعي پېښو سره مؤثره مبارزه وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت