د نورستان ولایت مرکز پارون کې د ژمني تېلو د جوړولو او شیندلو وقایوي پروګرام تطبیق شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۴۷
د نورستان ولایت مرکز پارون کې د ژمني تېلو د جوړولو او شیندلو وقایوي پروګرام تطبیق شو

۱۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د پلان او د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت د عملیاتي پلان پر اساس، د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو له لوري د ژمني تېلو د جوړولو او شیندلو وقایوي پروګرام د نورستان ولایت د مرکز پارون اړوند اشتوي کلي کې تطبیق شو.
دغه وقایوي برنامه هر کال د بوټو ساتنې مدیریت د مسلکي کارکوونکو له‌خوا د دې لپاره پلي کېږي، څو د بڼونو په حاصلاتو کې د نباتي آفتونو او ناروغیو د خپرېدو کچه راکمه شي.
په دې پروګرام کې بڼوالو ته د نباتي آفتونو او ناروغیو د مخنیوي لارې چارې او د ژمني تېلو د جوړولو او شیندلو طریقه په عملي او نظري ډول وروښودل شوه، تر څو بڼوال وکولای شي په خپل وخت سره د بڼونو ساتنه ترسره کړي.
د یادو وقایوي پروګرامونو په پلي کېدو سره به نه یوازې د نباتي ناروغیو او آفتونو کنټرول یقیني شي، بلکې بڼوال به وکولای شي چې ښه، معیاري او باکیفیته حاصلات ترلاسه کړي.
 د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي محمد ولی محسن وویل، چې دوی هڅه کوي د کرنیزو خدمتونو د پراختیا، د بڼوالۍ د ودې او د بزګرانو د ملاتړ په موخه ورته تخنیکي او وقایوي پروګرامونه په دوامداره ډول پلي کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت