د ننګرهار ګوشتې کې پر ۸۰ کروندګرو کرنيز توکي او د سبو تخمونه ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۲:۶
د ننګرهار ګوشتې کې پر ۸۰ کروندګرو کرنيز توکي او د سبو تخمونه ووېشل شول

 د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د "NRC" مؤسسې په همکارۍ د ګوشتې په ولسوالی کې ۸۰ تنه هغه کروندګرو ته چې پخوا يي سروې ترسره شوې وه، د سبو تخمونه او کرنیز وسایل ورکړي دي.
د ګوشتې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مسؤل په وینا په کرنیزو وسایلو کې (یو لاس ګاډی،يو پلاستکې پمپ، يوه بيلچه، يوه کوداله ،يوه پنجي، دوه لورونه) شامل دي او همداراز د سبو په تخمونو کې (د هندواڼو، سپینې ملۍ، سري ملۍ، پالک) تخمونه شامل دي او تر څنګ يې cypermithrine250 ml نباتي درمل هم پر دوی ووېشل شويدي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ او د دوی اقتصادي ودې ته زمينه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت