د ننګرهار کانال ریاست کې د نویو مېوو د ترویج په پار هڅې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۵ - ۹:۴۷
د ننګرهار کانال ریاست کې د نویو مېوو د ترویج په پار هڅې

د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې کانال اړوندو بڼونو کې د نویو مېوو د ترویج په پار هڅه کوي.
د ننګرهارکانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وايي، چې پخپلو قوریو کې به د اووکادو / ایوکاډو مېوې بوټي تربیه او له روزنې او ترویج وروسته به يې پخپلو قوریو او ځمکو کې وکري، ځکه دا بوټې روغتیايي ، اقتصادي میوه ده.
ایوکاډو د ناک په شکل یو استوایي مېوه ده، چې تور شنه پوټکي لري، چې په مینځ کې لوی کوراو کریمي جوړښت لري.
 دا بې ساري میوه چې ګڼې روغیتايي، خوړنیز او اقتصادي ارزښت لري او د کروکوډیل ناشپاتۍ په نوم هم پېژندل کېږي.
 دا مېوه په ګرمو او استوایي سیمو کې کرل کېږي او په صحي غوړو کې بډایه ده. 
 دا استوایي مېوه ۴۰۰ بېلابېل ډولونه لري او د کښت کولو وروسته مېوه ترلاسه کول دوه یا درې کاله وخت نیسي.
 د دې میوې په جوړښت کې ډیری منرالونه او مغذي مواد شتون لري، چې په روغتیا مستقیم اغیز لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د خیریه مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، نن د خپل کارپه دفتر کې د ترکیې د خیریه مؤسسې له رییس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۲۳
Background image

د کرنې وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ «په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پایدارو معیشتونو ښه‌والی او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۸:۳۵
Background image

ننګرهار کې پر سلګونو زلزله ځپلو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي، درمل او نغدې مرسته وېشل کېږي

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ دافغان ځوانانو خدماتيمؤسسې له لورې د ننګرهار په دره نور ولسوالی کې ٧٥٠ تنو. . .

بازگشت