د ننګرهار کانال امارتي شرکت د ځمکو د داوطلبۍ مرحله پیل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۴:۲۵
د ننګرهار کانال امارتي شرکت د ځمکو د داوطلبۍ مرحله پیل شوه

۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت د ځمکو داوطلبۍ د لړۍ په ترڅ کې، د هډې فارم امریت اړوند د ځمکو داوطلبۍ پروسه په علني، شفاف او ازاده بڼه ترسره شوه، چې ورسره د ننګرهار کانال امارتي شرکت د ځمکو د داوطلبۍ بهیر هم پیل شو.  
دا پروسه د ننګرهار کانال امارتي شرکت رییس سید محمد نعیم «محمدي» په مشرۍ ترسره شوه، چې ورسره د سوداګرۍ او بازارموندنې ریاست اړوند املاکو امریت د اجاره ورکولو لوی مدیر نبي جان، د داخلي تفتیش لوی مدیر امیرشاه «زهیر»، د حقوقي چارو کارپوه شبیر احمد، د مطبوعاتو لوی مدیر سید همایون غریبمل، د هډې فارم امریت مدیر انجنیر عبید او نور اړوند مسوولین هم موجود و.
د ننګرهار کانال شرکت رییس په دې اړه وویل: "د خلکو لپاره د ځمکو عادلانه وېش د لنډ مهالې او اوږد مهالې اجارې په بڼه، د سیمې د وګړو لپاره د کار زمینه پیدا کول او د ننګرهار کانال شرکت د ۴ ګونو فارمونو شته ځمکې کرنې لاندې راوستل د دې پروسې ستره موخه ده. چې د کورني او ملي اقتصاد پیاوړي کولو لپاره به ګټور وي."

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت