د ننګرهار سره رود کې یوشمېر مالداران وروزل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۱:۵
د ننګرهار سره رود کې یوشمېر مالداران وروزل شول

۴ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،  اوبولګولو  او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې له لورې ددې ولایت د سره رود ولسوالی ۱۲۰ مالدارانو ته د مالدارۍ پر ناروغیو،  بازار موندنې او ګڼو نورو برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د سره رود د کرنیزو خدمتونو  مدیر قاري خانزیب  وویل د افغانستان لپاره دهالنډ کمیټې داکترانو  له لورې د سره رود ولسوالی په ککړک او مار غونډۍ کې ۱۲۰ مالدارانو ته د انتراکس،  لیوني سپي ناروغیو،  توبرکلوز،  پشم،  کشمیره ترلاسه کولو،  بازارموندنې،  ناروغیو نښي او نښانو او انسانانو ته یې پر لېږد روزنه ورکړه؛  ترڅو مالداران د ناروغیو د لیدو پر وخت اقدام وکړي او د څارویو د مړینې مخنیوی وشي.
وړاندې تردې هم د هالنډ کمیتې له لورې په سره رود کې مالدارانو ته په یاده برخه کې روزنه ورکړل شوې وه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت