د ننګرهار د هسکې مینې ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په پار اته لویې پروژې پلي کیږي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۴ - ۱۱:۱۹
د ننګرهار د هسکې مینې ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په پار اته لویې پروژې پلي کیږي

۱۴لړم ۱۳۹۸
د امنیت شورا دریاست سلاکار سرور احمدزی په مشرۍ د ۱۴ وزارتونو مرستیالانو د ننګرهار والي او سکتوري ادارو مشرانو د ګډې غونډې په ترڅ کې د هسکې مېنې ولسوالۍ لپاره پراختیایي پلان جوړ او د تطبیق په موخه شریک شو.
د امنیت شورا د ریاست سلاکار په مشرۍ د راغلي پلاوي په ترکیب کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اداري معین عبدالهادي رفیعي هم ګډون درلود. ښاغلي رفیعي وویل، چې په ۱۳۹۹ کال کې به د هسکې مینې د جودرې، احمدخېلو، معین کس، شابیو، ګورګورۍ او پاپین سربندونه ورغول شي، چې پر مټ به یې زرګونه جریبه ځمکه خربوې شي او د اوبولګولو ستونزه به حل شي.
د ښاغلي رفیعي په خبره ددې ترڅنګ به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لوري د چرګانو روزنې ۱۰ فارمونه، ۲۰ جریبه د مېوو بڼونه او ۱۴۰ شنې خونې هم جوړې شي، چې د کروندګرو لپاره به د اقتصادي پیاوړتیا ترڅنګ کاري فرصتونه هم برابرې شي.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس انجنیر سمیع الله نصرت وایې، چې ددغو پروژو د ښه او پر وخت پلي کولو په موخه د شینوارو د ولسونو، د ولایت مقام او د کرنې له وزارت سره په همغږی به چارې پر مخ یوسي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت