د ننګرهار دره نور ولسوالی کې ملي پارک جوړېږي
۷ کب ۱۴۰۱ه.ش
۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت دره نور ولسوالی کې ملي پارک جوړېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي زېرمو لوی رییس مولوی عبدالاحد خلیل ننګرهار ولایت دره نور ولسوالی ته د سفر پر مهال وویل، چې د کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ وزارت په ټول افغانستان کې د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې هلی ځلی کوي، او ددغه ملي شتمنۍ د پراختیا لپاره هوډ لري. ښاغلی خلیل زیاته کړه، چې ډېر ژر به د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالی چې ښه شنه ځنګلونه لري د داخلي او بهرنیو سیالانیانو لپاره پکې ملي پارک جوړ شي، چې هیوادوال او بهرنې اتبعه کولاي شي یادی ولسوالی ته د چکر په موخه ورشي، چې د دی پارک په جوړېدو سره به د دره نور ولسوالی د اوسیدونکو اقتصاد هم پیاوړي شي.
همداراز مولوی عبدالاحد خلیل د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند د نیالګیو د تولیدي قوریو څخه هم لیدنه وکړه، او مسؤلینو ته يي لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته يې کړه، چې باید د هېواد د ښیرازۍ لپاره کوښښ وشي او راتلوونکې کال لپاره زیات نیالګې تربیه او تولید شي.
