د ننګرهار دره نور ولسوالی کې ملي پارک جوړېږي

mail-admin
Sun, Feb 26 2023 12:14 PM
د ننګرهار دره نور ولسوالی کې ملي پارک جوړېږي

 ۷ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت دره نور ولسوالی کې ملي پارک جوړېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي زېرمو لوی رییس مولوی عبدالاحد خلیل ننګرهار ولایت دره نور ولسوالی ته د سفر پر مهال وویل، چې د کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ وزارت په ټول افغانستان کې د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې هلی ځلی کوي، او ددغه ملي شتمنۍ د پراختیا لپاره هوډ لري. ښاغلی خلیل زیاته کړه، چې  ډېر ژر به د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالی چې ښه شنه ځنګلونه لري د داخلي او بهرنیو سیالانیانو لپاره پکې ملي پارک جوړ شي، چې هیوادوال او بهرنې اتبعه کولاي شي یادی ولسوالی ته د چکر په موخه ورشي، چې د دی پارک په جوړېدو سره به د دره نور ولسوالی د اوسیدونکو اقتصاد هم پیاوړي شي.
همداراز مولوی عبدالاحد خلیل د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند د نیالګیو د تولیدي قوریو څخه هم لیدنه وکړه، او مسؤلینو ته يي لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته يې کړه، چې باید د هېواد د ښیرازۍ لپاره کوښښ وشي او راتلوونکې کال لپاره زیات نیالګې تربیه او تولید شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS