د میدان وردګو  ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه تر سره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۹:۴۰
د میدان وردګو  ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه تر سره شوه 

 د میدان وردګو ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د چارو د پیل لپاره د لازمو پرېکړو  اړوند لومړنۍ غونډه تر سره شوه.
ياده غونډه چې د میدان وردګو ولایت د  کرنې ریاست کې جوړه شوې وه، پکې د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس مولوي عبدا لجبار (خالد)  د تخنیکي ټیم  رییس په توګه، او دعدلیې رییس، دښارجوړونې رییس، د کاراو ټولنیز دچارو رییس، دارشادحج او اوقافو رییس، د څارنوالۍ  رییس،د امنیې قومندانۍ مرستیال، د ښاروالۍ ریاست استازی،د مستوفیت رییس د اراضي د کدستر د سروې مدیر دغړو  په توګه شتون درلود.
د غونډې په پیل کې د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس مولوی عبدالجبار خالد وینا وکړه او په هغو ستونزو او مشکلاتو يې رڼا واچوله چې د میدان وردګو  ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم به ورسره د کار په جریان کې مخامخ کېږي.
نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړه چې د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم ته د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لخوا ډېر دروند مسؤلیت ورسپارل شوی چې د یاد مسؤلیت د ښه پرمخ وړلو لپاره په چارو کې اخلاص او صداقت ته اړتیا ده او یاد تخنیکي ټیم باید په ګډه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لخوا ورسپارل شوی مسؤلیت په ښه شان سره ترسره کړي.
د غونډې په جریان کې د تخنیکي ټیم غړو په نوبتي ډول خپل نظریات شریک کړل او د تخنیکي ټیم د چارو د منظم پرمخ وړلو لپاره په ځینو اړینو مسایلو اړوند خبرې اترې وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۳۴
Background image

د غزني دکرنې رییس د شلټرفارلایف مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب د «شلټر فار لايف» مؤسسې له چارواکو سره وکتل. په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۳
Background image

د غزني خوګیانو ولسوالی کې پر یوشمېر کروندګرو او بڼوالو کرنیز توکي ووېشل شول

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «ټي‌ال‌او» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د خوګیانو په ولسوالی کې پر یوشمېر کروندګرو او بڼوالو ۱۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۱
Background image

د لغمان د کرنې رییس د اکشن اېډ مؤسسې د ختیځ زون مسؤل سره وکتل

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سلیمان ایمن د خپل کار په دفتر کې د اکشن اېډ مؤسسې د ختیځ زون له مسؤل ادم خان نیازی. . .

بازگشت