د لوګر محمدآغې ولسوالی کې د سرخ آب بند د پاکونې چارې پیل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۲ - ۱۱:۳۵
د لوګر محمدآغې ولسوالی کې د سرخ آب بند د پاکونې چارې پیل شوې

۱۲ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۸ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ په سرخ آب سیمه کې د اوبو د ستر بند د پاک کارۍ او له رسوبي خټو د دروازو پرانیستلو چارې پیل شوي دي.
په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشیمي د سیندیزې حوزې رییس ملاعمراخانفُرقانیار، د محمدآغې ولسوالۍ استازي محمد ابراهیم الهام او ځینو نورو مسؤولینو برخه اخیستې وه.
د سرخ آب بند د پاکونې چارې، د کرنې ریاست له لوري د سیندیزې حوزې په همغږۍ؛ خلکوته د کار په بدل کې دغنمو وېش پروژې له لارې پرمخ وړل کېږي، چې ۹۱۲ تنوته پکې دکار کولو زمینه برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت