د لوګر دکرنې رییس: سږني عوایدو کې د پخوا په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۰ - ۱۷:۲
د لوګر دکرنې رییس: سږني عوایدو کې د پخوا په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی


د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي وایي، چې د ۱۴۴۴ ام هجري قمري کال له پیل څخه تر دې دمه په دې ریاست کې نږدې ۱۸ میلیونه افغانۍ راټول شوي دي.
د ښاغلي هاشمي په خبره دغه عواید د سږني ۱۴۴۴ کال د شپږو میاستو په موده کې د عشر، د تراکتورنو او ځمکو د اجارې، د سرکاري باغچو (ځنګلونو) د پلورلو او دغه راز فارمونو او د دغه ادارې د یو شمېر نورو جایدادونو د کرایې له لارې ترلاسه کړي دي.
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي وویل، چې د سږني۱۴۴۴قمري کال عوایدو کې د پخوا په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی، چې دا زیاتوالی شفافیت او روڼوالی په ډاګه کوي .
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، یاد راټول شوي عواید د مرکز او ولسوالیو څخه لاسته راغلي، چې د دولت حساب ته تحویل شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت