د لغمان قرغه یې ولسوالی پر يوشمېر کروندګرو د غنمو رېبلو واړه ماشينونه ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۱۱:۷
د لغمان قرغه یې ولسوالی پر يوشمېر کروندګرو د غنمو رېبلو واړه ماشينونه ووېشل شول

۲۴ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې د خوړو نړيوال پروګرام "WFP" په مالي او د (SARCDO) موسسې په تخنیکې همکارۍ د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د قرغه یې ولسوالی  کې کروندګرو پر ټولیو  اته د غنمو رېبلو اته واړه ماشینونه وېشلي دي، چې د کروندګرو په هره ټولنه کې ۱۵۰ بزګران شامل دي.
د چارواکو په خبره دا هغه  ثبت شوي بزګران دي چې پخوا ورته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوي وې، چې ذکر شوي بزګران په ګروپونو وېشل شوي، چې دمګړۍ د تشویق او ملاتړ په موخه پر دوی ۸ عرادې د غنمو رېبلو او قلبه کولو واړه ماشینونه ووېشل شول. 
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې اداره ژمن ده تر څو د کروندګرو د ملاتړ او تشویق لپاره دې ته ورته نورې ګټوري پروژې په لاره واچوي او د خپلو کروندګرو اقتصاد پیاوړي کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت