د لغمان قرغه یې ولسوالی پر يوشمېر کروندګرو د غنمو رېبلو واړه ماشينونه ووېشل شول
۲۴ وری ۱۴۰۲ه.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې د خوړو نړيوال پروګرام "WFP" په مالي او د (SARCDO) موسسې په تخنیکې همکارۍ د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د قرغه یې ولسوالی کې کروندګرو پر ټولیو اته د غنمو رېبلو اته واړه ماشینونه وېشلي دي، چې د کروندګرو په هره ټولنه کې ۱۵۰ بزګران شامل دي.
د چارواکو په خبره دا هغه ثبت شوي بزګران دي چې پخوا ورته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوي وې، چې ذکر شوي بزګران په ګروپونو وېشل شوي، چې دمګړۍ د تشویق او ملاتړ په موخه پر دوی ۸ عرادې د غنمو رېبلو او قلبه کولو واړه ماشینونه ووېشل شول.
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې اداره ژمن ده تر څو د کروندګرو د ملاتړ او تشویق لپاره دې ته ورته نورې ګټوري پروژې په لاره واچوي او د خپلو کروندګرو اقتصاد پیاوړي کړي.
