د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو د ساتنې کمېټې د همغږۍ ناسته وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۳:۴۲
د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو د ساتنې کمېټې د همغږۍ ناسته وکړه

۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د ځنګلونو د ساتنې، بیارغونې او د محصولاتو څخه د موثرې استفادې کمېټې غړو خپله د همغږۍ ناسته وکړه. دغه ناسته د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، استخباراتو، قولې اردو او لېوا او د علماؤ شورا ریاستونو د استازیو په ګډون د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې په موخه جوړه شوه، چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه.
مولوي عبدالستار محمد وویل: "د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې پر اساس، یو پلاوي د ځنګلونو د ساتنې، بیارغونې او محصولاتو څخه د غوره او موثرې استفادې په موخه څو ورځې وړاندې لغمان ته سفر کړی وو. دغه پلاوي د لغمان والي سره ناسته وکړه او د کاري کمېټې د رامنځته کولو سپارښتنه یې وکړه."
هغه زیاته کړه: "دغه ولایت پنځه ولسوالۍ لري، چې هره ولسوالۍ یې د طبیعي ځنګلونو درلودونکې ده. د اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې او د وزیر صاحب په لارښوونه، دغه کمېټه به خپل کاري سفرونه ټولو ولسوالیو ته وکړي." کمېټه به په هره ولسوالۍ کې د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې په موخه ولسونو ته معلومات ورکوي، شوراګانې او ګروپونه به جوړوي او د ولسونو ستونزې او غوښتنې به اوري.
د ناستې په پای کې، د کمېټې غړو د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره خپل نظرونه د کرنې رئیس سره شریک کړل او د کاري سفرونو لپاره پلان ترتیب شو. د پلان له مخې، کمېټه له سبا څخه ولسوالیو ته خپل سفرونه پیلوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت