د عشر او زکات ریاست د کارکوونکو د انسجام او همغږۍ غونډه وشوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۹:۴۵
د عشر او زکات ریاست د کارکوونکو د انسجام او همغږۍ غونډه وشوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات ریاست د کارکوونکو د انسجام او همغږۍ غونډه د دې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند "حاجي سالم" په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د عشر او زکات عمومي رییس مولوي ندا محمد عابد، د کارکوونکو چارو رییس مولوي محمد عثمان ترابي، د عشر او زکات ریاست رییسانو، آمرینو، مدیرانو او مامورینو او د مالي او حسابي، پلان او پالیسي او احصایې ریاستونو ځینو آمرینو ګډون کړی و. ګډونوالو د عشر او زکات د راټولولو د روڼتیا او ښه‌والي په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
همداراز، د عشر او زکات مسئولینو د ۱۴۰۳ لمریز کال د فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د ۱۴۰۴ کال لپاره خپلې طرحې، وړاندیزونه او اړتیاوې بیان کړې.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د عشر او زکات ریاست د کارکوونکو هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه انسجام ټینګار یې وکړ. نوموړي له کارکوونکو وغوښتل، چې له خلکو سره ښه چلند وکړي، د عوایدو راټولولو بهیر منظم او روڼ وساتي او ټولې راټولې شوې پیسې د حکومت حساب ته وسپاري.


جلسه انسجام و هماهنگی کارمندان ریاست عمومی عشر و زکات وزارت زراعت برگزار شد
۲۵ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه انسجام و هماهنگی کارمندان ریاست عمومی عشر و زکات وزارت زراعت با حضور ملا آغاجان آخند "حاجی‌سالم" معین مالی و اداری وزارت زراعت دایر گردید.
در این جلسه، مولوی ندا محمد عابد رئیس عمومی عشر و زکات، مولوی محمدعثمان ترابی رئیس امور کنان، روسا، آمران، مدیران و مامورین عشر و زکات و آمرانی از ریاست‌های مالی و حسابی، پلان و پالیسی و احصایه حضور داشتند و پیرامون بهبود و شفافیت جمع‌آوری عشر و زکات بحث و تبادل نظر کردند.
همچنین، مسئولان عشر و زکات گزارش فعالیت‌های سال ۱۴۰۳ خود را ارائه کرده و پلان‌ها، پیشنهادات و نیازمندی‌هایشان را برای سال ۱۴۰۴ مطرح نمودند.
معین مالی و اداری وزارت زراعت از تلاش‌های کارمندان ریاست عمومی عشر و زکات قدردانی کرده و بر بهبود و انسجام در کارها تاکید نمود. وی از کارمندان درخواست کرد که با مردم با رویه نیکو عمل کرده و عایدات خود را به طور منظم و شفاف جمع‌آوری کرده و به حساب حکومت تسلیم نمایند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت