د ستروسو ونو د اصلاح په پار هڅې؛ د ننګرهار فارم جدید کې ١٣ زره نيالګي پیوند شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۱۰:۱۹
د ستروسو ونو د اصلاح په پار هڅې؛ د ننګرهار فارم جدید کې ١٣ زره نيالګي پیوند شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د فارم جدید د نیالګیو روزنځای کې د ستروسو نیالګیو کې د پیوند لګولو چارې پای ته رسېدلي دي.
د ننګرهار ولایت د طبیعي زېرمو امر قاري سیداغا تنها وویل: "دوی سږ کال په فارم جدید کې په ۱۳ زره سټروسو نیالګیو کې د مالټو ۷۰۰۱ او ۷۰۰۷ ډولونو پیوندونه د کرنې ریاست مسلکي  کارکونکو له لورې ولګول شول.
همدارنګه  ۲۵ زره دبېرو، ۴۰ زره غوړاسکي، ۵۰ زره یوکالپټس ۴۰ زره د ویلکمر  نیالګي به په راتلونکې کې  هېوادوالو ته د کرنې وزارت دپالیسۍ مطابق د کړنلارې او لایحي له مخی ورکړل شي. 
په ننګرهار کې درې لوی د نیالګیو دولتي  روزنځایونه شتون لري، چې هر کال په زرګونه مثمر او غیر مثمر نیالګي درنو هېوادوالو،  دولتي او  خصوصي داراتو ته دسرسبزۍ او ښکلا په موخه ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت