د زرغونتیا په پار هلې ځلې؛ د خوست فارمونو کې څه باندې څلور زره نیالګې کښېنول شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۰:۵۰
د زرغونتیا په پار هلې ځلې؛ د خوست فارمونو کې څه باندې څلور زره نیالګې کښېنول شوې

۱۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د زرغونتیا په پار د یاد ریاست اړوند په «بلاوټ، شمل فارم، تڼیوقوریه او مرکزي بڼ» کې څه باندې څلور زره زینتي او مېوه لرونکي نیالګې اېښودل شوي دي.
د خوست دکرنې ریاست چاراکي وایي، چې په دغو اېښودل شویو نیالګیو کې د مالټې، نارنج، لیمو، سروه او ناجو باکیفیته نیالګي شامل دي، چې ددې ولایت د زرغونتیا او مېوو حاصلاتو زیاتوالي په موخه اېښودل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دکرنې وزارت له خوا د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ یم کال د نیالګیو اېښودولو پسرلنۍ کمپاین پیل شوی دی، چې په ترڅ کې به یې میلیونه مېوه لرونکي او زینتي نیالګي کښېنول شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت