د خوست د ځنکلونو د بيارغونې په پار هلې ځلې: په قوريو کې يې څه باندې ۱۸۸ زره نيالګي روزل شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۹/۶ - ۱۲:۳۲
د خوست د ځنکلونو د بيارغونې په پار هلې ځلې: په قوريو کې يې څه باندې ۱۸۸ زره نيالګي روزل شوي


۸ليندۍ ۱۴۰۰
دخوست د کرنې، مالدارۍ، عشر او زکات ریاست په دې ولایت کې دبڼونو جوړه ولو، زرغونتیا او ځنګلونو بيارغونې او پراختيا په پار هلې ځلې کوي، چې په ترڅ کې يې سږ کال دیاد ولایت په خصوصي او دولتي قوریو کې نږدې ١٨٨١٠٠ نیالګي روزل شوي دي.
 دياد رياست چارواکي وايي، چې د دولتي قوریو نیالګي به دوزارت مقام د کړن لاری او لایحې مطابق عامه المنفعه ځایونو او عامه خلکو ته دچاپېریال دښکلا او ښیرازې په موخه ورکړل شي، تر څو په راتلوونکې پسرلي کې په مرکز او ولسوالیو کې کېښودل شي.
دغه راز سږ کال دکرنې ریاست دطبیعي سرچينو مدیریت تر مستقیمې رهبرۍ لاندې په خپلو قوریو کې دازادې کرنې ترڅنګ په پلاستیکي کڅوړو کې دمرپان او ناجو کرنه تر سره کړې، چې له امله به يې په راتلونکې کې دسږ کال په پر تله څو چنده زیات نیالګي وروزل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت