د حیواني روغتیا ریاست څخه د کرنې وزیر لیدنه: د حیواني روغتیا د چوپړتیاوو د ښه والي زمینې ارزول

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۴:۳۹
دیدار وزیر زراعت از ریاست صحت حیوانی: بررسی زمینه‌های بهبود خدمات صحت حیوانی

۲۲ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، په دارالامان کې د حیواني روغتیا ریاست څخه لیدنه وکړه. ددې لیدنې موخه، د یادې برخې د کار ښه والي په پار د ستونزو اورېدل او د اړتیاوو پېژندل وه.
د کرنې وزیر د یاد ریاست له لابراټوارونو، بانک او واکسین ادارتو او نورو برخو څخه لیدنه وکړه، او له اړوندو چارواکو څخه د ستونزو، اړتیاوو او د چارو د ښه والي په پار پوښتنې وکړې.
د حیواني روغتیا ریاست چارواکو خپلې لاسته راوړنې، پلانونه او ستونزې وړاندې کړل. هغوی د خپلو ستونزو په هکله وویل، چې ددې ریاست یوشمېر کارکوونکي د ډکټرا او ماسټرۍ تر کچې زده کړي کړي او مسلکي دي، خو د دوی بستونه نه دي لوړ شوي. دغه راز دوی زیاته کړه، چې د ګمرکونو په قرنطین اسټیشنونو کې، خلک په لږو معاشونو ګمارل شوي دي، په داسې حال کې، چې له یادو مرکزونو څخه د ښو پایلو ترلاسه کولو په پار باید مسلکي خلک او په لوړو معاشونو وګمارل شي.
تر دوی وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د حیواني روغتیا ریاست چارواکو ته وویل، چې د شرایطو د ښه والي په پار دې خپل پلانونه تنظیم او خپلې اړتیاوې وړاندیز کړي.
دغه راز د کرنې وزیر د حیواني واکسینونو د ترزیق او تولید په برخه کې د حیواني روغتیا ریاست ته دنده ورکړه، ترڅو د اړتیاوو د ارزونې ترڅنګ، باید روښانه کړي، چې د واکسین د تولید او یا پېر چارې په کوم ډول او له کوم هېواد څخه په ټیته بیه تمامېږي، ترڅو له دې وروسته د یوې اسانې برنامې پر اساس، حیواني واکسینونه چمتو او ترزیق شي.

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت