د ترینکوټ ناقل سیمې د چکډېم د چارو د ارزونې په موخه د کرنې رییس لېدنه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۱۳
د ترینکوټ ناقل سیمې د چکډېم د چارو د ارزونې په موخه د کرنې رییس لېدنه

د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عطاءالله راشد او د قدرتي سرچینو آمر مولوي عبدالمنان فاروقي د مرکز ترینکوټ ناقل سیمې د چکډېم څخه لېدنه وکړه او د یادې پروژې د تطبیق بهیر، نقشې او د کار کیفیت یې له نږدې وڅېړه.
یاد چکډېم د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري له یو ودانیز شرکت سره د څه کم درې میلیونه افغانیو په لګښت قرارداد شوی دی. د لېدنې پر مهال مسؤلو کسانو د چکډېم د نقشې تطبیق، تخنیکي معیارونه او د رغنیزو چارو کیفیت وارزاوه.
د چارواکو په وینا، د چکډېم چارې په بشپړه توګه د منظور شوې نقشې له مخې روانې دي او تر دې دمه شاوخوا ۸۰ سلنه چارې یې بشپړ شوي دي. ټاکل شوې ده، چې پاتې چارې به په لنډ وخت کې بشپړې او یاد چکډېم به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ویل کېږي، چې د یاد چکډېم په بشپړېدو سره به د باراني اوبو د مهار، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د لوړولو او د سیمې د کرنیزو ځمکو د خوندیتوب په برخه کې مهم رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت