د ترویج او د تصدیق شوي بوټو د روزنې او تولید په اړه روزنیز ورکشاپ پیل شو

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۲ - ۱۵:۳۲
د ترویج او د تصدیق شوي بوټو د روزنې او تولید په اړه روزنیز ورکشاپ پیل شو

۲ لیندۍ ۱۳۹۸
د کرنی اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې له لوري د ننګرهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د لسو بېلابېلو ولسوالیو د ترویج مدیرانو، سیمه ییزو کارکوونکو او قرویه لرونکو ته د تصدیق شویو بوټو د روزنې اوتولید په هکله روزنیز ورکشاپ پیل شو. په یاد پروګرام کی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست رییس عطاالحق (بشری) دداسېورکشاپونو دایریدل اړین او مهم وبلل او ګډونوالو ته سپارښته وکړه، چېدورکشاپ څخه پوره ګټه واخلي او په خپلو اړونده سیمو کې د تصدیقي بوټو په تولید کې عملي بڼه ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامه ( SNaPP2) د کرنې اوبولګولو او مالداری ریاست سره په همغږی د ننګرهار په اتو بیلا بیلو ولسوالیو کې د ۲۰۱۷ کال راپدیخوا (۱۰) لس د میوه لرونکي بوټو قوریې احداث کړي، چې په نتیجه کی په زرګونه تصدیق شوي بوټي تولید شوي، دغه راز نوموړی برنامه په پلان کې لري، چې سږ کال نهه د میوه لرونکو ونو غټې او وړې قوریې احداث کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت