د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه میدان وردګ کې د کچالو ۱۰۸ زېرمتونونه جوړوي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۱۰:۹
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه میدان وردګ کې د کچالو ۱۰۸ زېرمتونونه جوړوي

۲۶ لړم ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه «HVCDSP»، د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې تر چتر لاندې په میدان وردګو ولایت کې د کچالو ۱۰۸ زېرمتونونه جوړوي.
ددغو زېرمتونونو رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړ شوي او ټاکل شوې، چې تر یوې اوونۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ددغو زېرمتونونو د جوړولو ټولیز لګښت ۶۶میلیونه او ۴۷۵زره او ۵۱۲ افغانۍ ده، چې دکرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې «HVCDSP» په مدیریت پرمخ وړل کیږي. ددې لګښت ۸۰ سلنه د کرنې وزارت او ۲۰ سلنه نور یې برخمن شوي بزګران ورکوي.
دغه زېرمتونونه هر یوه یې ۱۲مټریک ټنه وړتیا لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۱۳
Background image

د کرنې وزارت له لوري د کندهار په عینو مېنه کې د معیاري ښارګوټي جوړولو په‌پار ۹۶۰۰ جریبه ځمکه ولېږدول شوه

۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري د کندهار ولایت د دامان ولسوالی د عینو مېنې ختیځ لوري ته ۹۶۰۰،۹۳ جریبه ځمکه د کور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د سرپل د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۵
Background image

ننګرهار کې څه باندې ۲۱ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «افاې‌او» په مالي ملاتړ او د نوي مشورتي او. . .

بازگشت