د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون سږ کال د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي له ۲مې څخه تر ۵مې نېټې پورې د کابل په بادام‌باغ کې په لاره اچول کېږي.

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۳
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون سږ کال د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي له ۲مې څخه تر ۵مې نېټې پورې د کابل په بادام‌باغ کې په لاره اچول کېږي.

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون سږ کال د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي له ۲مې څخه تر ۵مې نېټې پورې د څلورو ورځو لپاره، د « عصري کرنه او مالداري؛ د خوړو خوندیتوب او د هېواد د اقتصادي ودې زمینه برابروونکي» تر شعار لاندې، د کابل په بادام‌باغ کې د زرګونو نندارچیانو په شتون کې په لاره اچول کېږي. په دې نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل کرنیز او مالدارۍ محصولات خرڅ کړئ.
ټولو هغو شرکتونو ته چې د کرنیزو، بڼوالۍ، مالدارۍ او اوبولګولو د تولیداتو په برخه کې فعاله دي، خبر ورکول کېږي، چې نندارې ته ستاسو د محصولاتو د وړاندې کولو په پار ددې نندارتون غرفې د ۱۴۰۴ ام کال د کب له ۱۶ مې نېټې څخه پیل شوي او د ۱۴۰۵ کال د غويي تر لومړی نېټې وېشل کېږي.
مهرباني وکړئ د نوم لیکنې او د غرفې د ثبت په پار دکرنې وزارت د خصوصي سکټور پراختیا ریاست د کرنیز نندارتون آمریت ته تشریف راوړئ.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت