د بزګرانو د اضافي غنمو د پېر مرکزي کمېټې غونډه له اړوندو ادارو سره ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۹:۳۹
د بزګرانو د اضافي غنمو د پېر مرکزي کمېټې غونډه له اړوندو ادارو سره ترسره شوه

۱۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې په وزارت کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» په مشرۍ د بزګرانو د اضافي غنمو د پېر مرکزي کمېټې غونډه د بېلابېلو غړو ادارو د مسوولینو په ګډون جوړه شوه.  
په دې غونډه کې؛ په ۱۱ ولایتونو کې د غنمو د پېرلو لپاره د ټاکل شوو بیو تصدیق، د عشر او زکات له لارې راټولو شوو غنمو د پېر لپاره د معیار ټاکل، په ولایتونو کې له مستحقو بزګرانو څخه د غنمو د پېر طرزالعمل ترتیبول، د غنمو کیفیت معلومولو لپاره د بذري تخمونو د تصدیق لابراتوار کارول، بزګرانو ته د پیسو پر وخت د ورکړې او انتقال لپاره میکانیزم ترتیبول، د مرکز او ولایتونو په سیلوګانو کې د معاینې او تسلیمۍ هیئت ټاکل، په سیلوګانو کې د غنمو له تسلیمۍ مخکې د نمونې اخیستلو طرزالعمل ترتیبول، په مرکزي سیلو کې د غنمو د تخلیې لپاره د کمېټې ټاکل، او د ټرانسپورټي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره د قرارداد د فورم ترتیبولو باندې خبرې وشوې.  
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» په مشرۍ یوه کمېټه ګمارل شوې، ترڅو د بزګرانو اضافي غنم وپېري او په سیلوګانو کې یې زېرمه کړي، چې د بېړنۍ اړتیا یا د غنمو او اوړو د بیې لوړېدو په صورت کې بېرته بازار ته وړاندې شي او د غنمو بیې کنټرول شي.

جلسه‌ کمیته مرکزی خریداری گندم مازاد دهاقین با ادارات ذیربط دایر شد 
۱۴ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای به رهبری ملا آغاجان آخند « حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت آبیاری و مالداری با حضور مسوولان ادارات مختلف غضو در کمیته مرکزی خریداری گندم مازاد دهاقین در وزارت زراعت برگزار شد.
در این جلسه پیرامون؛ تصدیق قیمت‌های منظور شده جهت خریداری گندم در یازده ولایت، تعین معیار جهت خریداری گندم جمع آوری شده از بابت عشر و زکات، تعین طرزالعمل در ولایات جهت خریداری گندم از دهقانان مستحق، استفاده از لابراتوار تصدیق‌دهی تخم‌های بذری جهت تثبیت کیفیت گندم، ترتیب میکانیزیم جهت انتقال و پرداخت به موقع پول دهاقین، تعین هیئت معاینه و تسلیم گیری در سیلوهای مرکز و لایات، ترتیب طرزالعمل نمونه گیری گندم قبل از تسلیم گیری در سیلوها، انتخاب کمیته جهت تخلیه گندم در سیلوی مرکز و ترتیب فارمت قرار داد جهت دریافت خدمات ترانسپورتی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
ر اساس حکم عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله کمیته به سرپرستی ملاآغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت توظیف شده است که گندم مازاد دهاقین را خریداری و در سیلوها ذخیره نمایند تا در موقع اضطرار یا بلند رفتن قیمت گندم یا آرد در بازار دوباره به بازار عرضه و  قیمت گندم کنترول گردد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۱۹
Background image

خوست کې د نويو چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام مثبتې پایلې 

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه د اوبو د اغېزمن مدیریت په لړ کې خپلې هڅې لا چټکې کړې دي، چې په همدې لړ کې د خوست ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

بازگشت