د بامیان د مڼو سږنۍ حاصلات د پام وړ زیاته شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۱۶:۱
نشانه‌ها از احتمال افزایش ۳۳ درصدی می‌گویند: سیب بامیان امسال افزایش چشم‌گیری خواهد داشت
 
۲ وږی ۱۳۹۹
د بامیانو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مڼو د ۳۳ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي او وایي، چې د بامیانو د مڼو د حاصلاتو سږنۍ کچه به نږدې ۳۰ زره ټنو ته ورسېږي.
د بامیانو د کرنې رییس عبدالوهاب محمدي وایي، چې تېرکال ددې ولایت د مڼو حاصلات ۲۰ زره ټنه وه، خو سږکال ددې اټکل شته چې دتېرکال په پرتله لس زره مټریک ټنه زیات حاصل لاسته راشي.
د بامیانو دکرنې رییس زیاته کړه، په دې وروستیو کلونو کې، چې د کرنې وزارت له خوا په بامیان ولایت کې کوم بڼونه جوړ شوي دي، ډېری یې د مڼو بڼونه دي، چې یوشمېر یې نوي حاصل ته رسېدلي دي. د هغه په خبره ددې ولایت د مڼو د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لامل حاصل ته د همدغو نویو بڼونو رسېدل دي.
په همدې حال کې د بامیان ولایت یوشمېر بڼوال هم د خپلو بڼونو له سږنۍ حاصلاتو خوښ دي او وایي، کوم بڼونه چې دکرنې وزارت له خوا جوړې شوي دي، لږ او ډېر ثمر ته رسېدلي دي. دغه بڼوال هیله من دي، چې راتلونکې کلونو کې تر دې هم ډېر حاصل تر لاسه کړي.
د بامیان ولایت د مرکز اړوند فطمستي کې یو تن بڼوال باقر وایي: «پنځه کاله مخکې دکرنې وزارت له خوا راته په یوه جریبه ځمکه کې د مڼو نیالګي کېښودل شول او درې کاله کیږي، چې ورڅخه حاصل اخلم او کال په کال یې حاصلات هم ډېریږي.» د بامیان ولایت د مرکز اړوند د میرهاشم کلي یوتن بڼوال ستار وایي: «د کرنې له وزارت څخه غواړم، چې تر دې وروسته هم د ونو د ښاخونو پرېکولو او د ونو د درمل شېندلو په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي ترڅو وکولای شو، چې له خپلو بڼونو زیات حاصل راټول کړو.»
د وروستیو څلورو کلونو په لړ کې د کرنې وزارت له لارې د همکارو پروژو په همکارۍ د بامیان په ولایت کې د مېوو شپږ زره نوي بڼونه جوړ شوي دي. په ټوله کې په دغو بڼونو کې ۱۸ ډوله مېوې دود شوي دي، چې ډېری یې د مڼو بڼونه دي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونو د فدراسیون له چارواکو سسره وکتل

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د هند د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۶
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د افغانستان او هند د سوداګریزو فرصتونو په غونډه کې: د اقتصادي، کرنیزو او پانګونې همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګډه ګټه ده

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د «افغانستان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۶
Background image

پکتیا کې د طاعون کمپاین د مؤثر تطبیق په پار لسګونو  خصوصي وټرنر داکترانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، او د مالدارۍ آمریت تر. . .

بازگشت