د بامیان د مڼو سږنۍ حاصلات د پام وړ زیاته شوې

mail-admin
Mon, Aug 24 2020 4:01 PM
نشانه‌ها از احتمال افزایش ۳۳ درصدی می‌گویند: سیب بامیان امسال افزایش چشم‌گیری خواهد داشت
 
۲ وږی ۱۳۹۹
د بامیانو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مڼو د ۳۳ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي او وایي، چې د بامیانو د مڼو د حاصلاتو سږنۍ کچه به نږدې ۳۰ زره ټنو ته ورسېږي.
د بامیانو د کرنې رییس عبدالوهاب محمدي وایي، چې تېرکال ددې ولایت د مڼو حاصلات ۲۰ زره ټنه وه، خو سږکال ددې اټکل شته چې دتېرکال په پرتله لس زره مټریک ټنه زیات حاصل لاسته راشي.
د بامیانو دکرنې رییس زیاته کړه، په دې وروستیو کلونو کې، چې د کرنې وزارت له خوا په بامیان ولایت کې کوم بڼونه جوړ شوي دي، ډېری یې د مڼو بڼونه دي، چې یوشمېر یې نوي حاصل ته رسېدلي دي. د هغه په خبره ددې ولایت د مڼو د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لامل حاصل ته د همدغو نویو بڼونو رسېدل دي.
په همدې حال کې د بامیان ولایت یوشمېر بڼوال هم د خپلو بڼونو له سږنۍ حاصلاتو خوښ دي او وایي، کوم بڼونه چې دکرنې وزارت له خوا جوړې شوي دي، لږ او ډېر ثمر ته رسېدلي دي. دغه بڼوال هیله من دي، چې راتلونکې کلونو کې تر دې هم ډېر حاصل تر لاسه کړي.
د بامیان ولایت د مرکز اړوند فطمستي کې یو تن بڼوال باقر وایي: «پنځه کاله مخکې دکرنې وزارت له خوا راته په یوه جریبه ځمکه کې د مڼو نیالګي کېښودل شول او درې کاله کیږي، چې ورڅخه حاصل اخلم او کال په کال یې حاصلات هم ډېریږي.» د بامیان ولایت د مرکز اړوند د میرهاشم کلي یوتن بڼوال ستار وایي: «د کرنې له وزارت څخه غواړم، چې تر دې وروسته هم د ونو د ښاخونو پرېکولو او د ونو د درمل شېندلو په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي ترڅو وکولای شو، چې له خپلو بڼونو زیات حاصل راټول کړو.»
د وروستیو څلورو کلونو په لړ کې د کرنې وزارت له لارې د همکارو پروژو په همکارۍ د بامیان په ولایت کې د مېوو شپږ زره نوي بڼونه جوړ شوي دي. په ټوله کې په دغو بڼونو کې ۱۸ ډوله مېوې دود شوي دي، چې ډېری یې د مڼو بڼونه دي.

 

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS