د اړمنو کورنیو د ملاتړ په پآر هڅې؛ لوګر کې پر سلګونه بې وزله او اړمنو کورنیو څاروي ووېشل شول 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۱:۷
د اړمنو کورنیو د ملاتړ په پآر هڅې؛ لوګر کې پر سلګونه بې وزله او اړمنو کورنیو څاروي ووېشل شول 

۴ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په همکارۍ په دې ولایت کې د بې وزله او اړمنو کورنیو د ملاتړ او دوی ته د عواید سرچینې برابرولو په پار د دې ولایت د محمد آغې او خوښۍ ولسوالیو پر نږدې ۲۰۰ بې وزله او اړمنو کورنیو د شېدو وزې وېشلي دي.
د غه څاروې د روپاني دفتر په تخنیکي همکارۍ پر هغو کورنیو ته وېشل شوي دي، چې څه موده وړاندې د سروې په لړکې په نښه شوي او اړمن پېژندل شوي وه. 
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ څانګې د معلوماتو له مخې یادو کسانو ته د څاریو ترڅنګ دڅاریو ۵۰ کیلوګرامه خوراکه او د اوبو لوښې هم ورکړل شوي دي. 
له وېشل شویو څارویو څخه موخه په دغه ولایت کې دڅارویو د نویو نسلونو ترویج، بې وزله او بې سر پرسته ښځو ته د کور دننه د کار زمینه برابرول او د څاریو لرونکو  اقتصادی پیاوړتیا ښودل شوی دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت