د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب لومړنۍ نړۍواله کنفرانس په کندهار کې پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۵۰
د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب لومړنۍ نړۍواله کنفرانس په کندهار کې پیل شو

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل پوهنتون لخوا د کندهار ولایت د اناستو په پوهنتون کې د «افغانستان د ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب» تر سرلیک لاندې لومړنۍ نړۍواله کنفرانس پیل شو.
په دغه کنفرانس کې د کاناډا، نایجېریا، تایلنډ، هند، پاکستان، قطر، بنګلادېش، مصر، ترکیې او ایران کارپوهان، سیاستوال او صنعت‌کاران ګډون لري او د کرنې سکتور د پراختیا او په دې برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره به خپلې علمي مقالې او حل لارې وړاندې کړي.
دغه راز، د کندهار ولایت چارواکو، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غړي او کورني متخصصان هم په دې پروګرام کې ګډون لري.
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په دې کنفرانس کې وینا وکړه او څرګنده یې کړه، چې د طبیعي سرچینو د سمې استفادې او د کرنې په برخه کې د علمي لارو چارو د ښه کولو له لارې به د هېواد اقتصادي او کرنیز وضعیت پیاوړی شي.
همدارنګه، په دې کنفرانس کې د پوهنتونونو استادانو او متخصصینو له خوا وړاندې شوې مقالې، په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې وړاندې شوې مقالې، دکرنې وزارت له خوا عملي کېږي، ترڅو د هېواد کرنه وده وکړي او د ځان بسیاینې پر لور چټک یون وکړي.
دا کنفرانس د کورنیو او نړۍوالو متخصصینو ترمنځ د نظریاتو د تبادلې مهم فرصت دی او تمه کېږي، چې ددې کنفرانس په ترڅ کې به د افغانستان د کرنې د پرمختګ او پراختیا لپاره اغېزمنې حل لارې وړاندې شي.


اولین کنفرانس بین‌المللی انقلاب سبز خودکفایی افغانستان در قندهار آغاز شد
۵ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
اولین کنفرانس بین‌المللی تحت عنوان "انقلاب سبز خودکفایی افغانستان" توسط پوهنتون کابل در پوهنتون اناستو ولایت قندهار آغاز شد.
 در این کنفرانس متخصصان، سیاست‌مداران و صنعت‌گران کشورهای کانادا، نیجریه، تایلند، هند، پاکستان، قطر، بنگلادش، مصر، ترکیه و ایران حضور دارند و در مورد توسعه بخش زراعت و راه‌حل‌های موجود برای مشکلات این بخش مقالات علمی و راهکارهای خود را ارائه خواهند کرد.
علاوه بر این، مقامات ولایت قندهار، اعضای کابینه امارت اسلامی افغانستان و متخصصان داخلی نیز در این کنفرانس شرکت دارند.
مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، در این کنفرانس سخنرانی کرد و اظهار داشت که با استفاده صحیح از منابع طبیعی و بهبود روش‌های علمی در بخش زراعت، وضعیت اقتصادی و زراعتی کشور تقویت خواهد شد.
همچنین، مقالات ارائه شده توسط استادان و متخصصان پوهنتون‌ها در این کنفرانس، به‌ویژه در زمینه زراعت، توسط وزارت زراعت عملیاتی خواهد شد تا زراعت کشور توسعه یابد و به سمت خودکفایی پیش رود.
این کنفرانس یک فرصت مهم برای تبادل نظر میان متخصصان داخلی و بین‌المللی است و انتظار می‌رود راه‌حل‌های مؤثری برای توسعه زراعت افغانستان ارائه گردد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت