د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د کرنیزو سوداګریو د غوړېدا هوکړه لیک لاسلیک شو

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۳:۱۲
تفاهم‌نامه‌ی بهبود تجارت زراعتی میان افغانستان و اوزبیکستان امضا شد


۳۰ تله ۱۳۹۹
د افغانستان کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري او په کابل کې د اوزبیکستان جمهوریت ټولواک او فوق‌العاده سفیر خواجه شادمانوف ترمنځ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمدحنیف اتمر او مرستیال صدراعظم سردار اوکتامویچ امورزاکوف او د اوزبیکستان جمهوریت د پانګونې او بهرنیو سوداګریو وزیر په شتون کې د کرنیزو سوداګریو د غوړېدا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو ناروغیو او افتونو د لېږد مخنیوي په پار د (قرنطین) د ارزونې هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه سند، د کرنیزو سوداګریو په برخه کې د کرنیزقرنطین مواردو رعایتولو په برخه کې د دواړو هېوادونو هوکړه ده، چې پر بنسټ یې د دواړو هېوادونو صادراتي محصولات خوندي کیږي.
د کرنیزو سوداګریو یاد هوکړه لیک د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه پراخوي او دغه راز د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ پرمهال د دوو هېوادنو ترمنځ د کرنیزو افتونو او ناروغیو د لېږد مخه نیسي.

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت