دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست له لورې ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته د ځمکې لېږد 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۰:۲۲
دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست له لورې ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته د ځمکې لېږد 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست له لورې ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته په ٣ ولايتونو کې د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو تم ځايونو، تيرپارکونو او الکترونيکي دروازو د جوړولو په موخه ټول ټال ۴۳۰ جريبه ځمکه د لېږ لپاره چمتو شوه.
د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د چارواکو په خبره د ننګرهار ولایت په سرخرود او مهمند درې وسوالیو کي ١٢٠ جريبه، لوګر ولایت مرکز ویدخ کلي کې ٢٠٠ جريبه او د پکتیا ولایت مرکز په تیره سیمه کې ١١٠ جريبه ځمکه د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو تم ځايونو، تيرپارکونو او الکترونيکي دروازو د جوړولو په موخه ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته سپارل شوي دي.
باید وویل شي، چې  موده مخکي د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سره په ۲۹ ولايتونو کې د مسافر وړونکو او باروړونکو ترمينلونو، تيرپارکونو او الکترونيکي دروازو د جوړولو لپاره د اراضۍ ریاست لخوا دغه وزارت ته د ځمکې د لېږد غونډه دائره شوې وه، چې د اراضۍ ریاست له لورې ټیمونه اړوندو ولايتونو ته د سروې او تثبت لپاره استول شوې وه، چې په ترڅ کې یې، په ٣ ولايتونو کې٤٣٠ جريبه ځمکه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته سپارل شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

بازگشت