دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال دترکيې بشردوستانه مرستو بنسټ له چارواکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۶ - ۱۷:۴۳
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال دترکيې بشردوستانه مرستو  بنسټ له چارواکو سره وکتل


۱۶ لړم ۱۴۰۰ هـ.ش
۱ ربیع الثاني ۱۴۴۳ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم  دترکيې بشردوستانه مرستو  بنسټ  (IHH)  له يوشمېر  چارواکو سره دکرنې او بڼوالۍ په برخه کې د دوه اړخيزو تجربو او همکاريو د پياوړتيا په پار وکتل او خبرې اترې وکړې.
دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم د ياد بنسټ له همکاريو څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ،  د افغانستان خلکو سره د ياد بنسټ د سل ټنه غنمو د مرستې يادونه وکړه او ويې ويل: "د ترکيې له هېواد سره به يوه ښه پاليسي ولرو که مرسته شوې غنم په افغانستان کې ښه پايله ورکړي،  هلې ځلې کوو چې کچه يې زياته شي." هغه له ياد بنسټ څخه و غوښتل،  چې دکرنې په سکټور کې ډېره همکاري ولري.
د بشر دوستانه مرستو بنسټ  (IHH- (INSANI YARDIM VAKFI چې په افغانستان کې له وروستي ناورين وروسته د "يوازې مه پرېږدئ" تر شعار لاندې کمپاين پيل کړ افغانستان ته سل ټنه د غنمو اصلاح شوې تخمونو مرسته کړې ده،  چې اوبو او هوا، د خاورې جوړښت، سره ورکونه، باران او اوبولګولو شرايطو سره ډېر توافق لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۹
Background image

نورستان کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت مرکز پارون اړوند د ډیوه کلي کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۷
Background image

ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې پیلېږي. د معلوماتو له مخې، پر دغه پروژه شاوخوا ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ټاکل شوې چې د ۷۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۵
Background image

د پکتیکا ګومل کې ۸ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «هیلټو» مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي». . .

بازگشت