دوه وېشتم پسرلنۍ کرنیز نندارتون

mail-admin
mail

Event dates

Event dates -

Location کابل

د کرنې وزیر:
په ۹۸ یم کال کې د کرنې د میکانیزه کولو کچه دوه چنده کیږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی وایي، چې د کرنې د میکانیزه کولو په برخه کې د کرنې وزارت وړتیاوې زیاتې شوي دي او په پام کې ده، چې د ۱۳۹۸ یم کال په ترڅ کې د تېر کال په پرتله د افغانستان کرنه دوه چنده میکانیزه شي.
د کرنې وزیر وویل: «زه په جرأت سره ویلای شم، چې د ۹۷ یم کال په پرتله په ۹۸ یم کال کې د کرنې میکانیزه کول دوه چنده کیږي. سږ کال مونږ په ټولو ولایتونو کې دوه چنده ټراکټورونه لرو.»
ښاغلي درانی ټینګار وکړ، چې سږ کال به ډېر زیات د هوارولو (لایزر لېول) ماشینونه د بزګرانو په واک کې ورکړل شي. هغه وويل، چې له دغو ماشینونو څخه ګټه پورته کول د اوبو د مصرف دکچې په ټېټول او د کرنې د عصری کولو په برخه کې مرسته کوي.

د بزګرانو لپاره پور
د کرنې وزیر په خبره؛ د کرنې وزارت په روان کال کې بزګرانو لپاره د پور ورکولو په موخه ۲۳۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نېولې ده او ددې ترڅنګ د محصولاتو د کچې د لوړولو په پار سږکال د اصلاح شویو تخمونو د وېش کچه هم ۵۰ سلنه زیاتیږي.
ښاغلي درانی همداراز وویل، چې د کرنې وزارت د خصوصي سکټور د پانګونې لپاره د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې بې مخینه اسانتیاوې په پام کې نیولي دي. د هغه په خبره هرڅوک، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونه کوي، د دوی د هرې افغانۍ د پانګونې په بدل کې به د کرنې وزارت له خوا تخنیکي مرستې تر لاسه کړي.
همداراز سږ کال د اوبو د کنټرول یا د اوبیزو سرچینو د بیا چارجولو په پار یوه میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې ده. ښاغلي درانی وویل، چې سږ کال ۲۰ زره هکټاره ابریزې او څلور زره هکټاره د طبي بوټو سیمې احیا او همداراز د بادامو او جلغوزیو ۶.۲ میلیونه نیالګي اېښودل کیږي. د سون توکو د ترلاسه کولو په پار په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې ځنګل هم جوړیږي. په ورته وخت کې په هغو ولایتونو کې، چې تر دې دمه د جلغوزیو او پستې بڼونه نه دې جوړې شوي د جلغوزیو شپږ زره او د پستې یو زر او ۷۰۰ بڼونه هم جوړیږي.
د کرنې وزیر نصیر احمد درانی وویل، د کرنې وزارت په پام کې لري، چي د چرګانو، وزو، غواوو، کورني باغچو، شنوخونو او شاتو مچیو په وېشلو سره د کروندګور مېرمنو ملاتړ او د دوی له کورنیو سره مسرته وکړي. ښاغلي دراني زیاه کړه، چې د کرنې وزارت د بزګرو مېرمنو د ملاتړ په پار ۵۰۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نیو لې ده.
په ۱۲ ولایتونو کې د ۱۲ مدرنه ۵۰۰ ټني سړوخونو جوړول، د هېواد په ټولو پولو کې په ټولو قرنطیني سبسټیشنونو کې لابراټوارونه جوړول، د کابل، کندهار او هرات وپه ولایتونو کې د درېوو مدرنو سیلوګانو د جوړولو د چارې پیل او همداراز په مزارشریف، بدخشان او بغلان په ولایتونو کې په محدودو امکاناتو سره د درې نور سیلوګانو جوړول او په کابل، هرات او بلخ کې څلور مدرنه مسلخونو ګټې اخیستنې ته سپارل د هغو کړنو له ډلې څخه دي، چې سږ کال به ترسره شي.
د کرنې وزیر همداراز وویل، چې سږ کال د اوبولګولو د یوشمېر تر ټولو مهمو کانالونو له ډلې په شمال ختېځ کې د خوش تپې کانال او په سویل کې د زمینداور کانال د امکان سنجولو او سروې چارې بشپړ شوي دي
د کرنې وزارت د خصوصي سکټور رییس حبیب الله حبیبي وویل، چې سږکال د پسرلني په کرنیز نندارتون کې ۲۳۰ غرفې شتون لري، چې له دې ډلې ۱۶۹ هغه یې د کرنیزو او مالدارۍ توکو د تولیدوونکو او پروسسوونکو اړونده دي، ۶۱ غرفې یې د مېرمنو د لاسي صنایعو نندارې ته او نور یې د کرنیزو ټکنالوژیو مدرنو توکو ته ځانګړې شوی دي. ښاغلي حبیبي وویل، چې په پسرلني او خزاني نندارتونونو کې د تولیدوونکو او سوداګرو ترمنځ د مېلیونونو افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک کیږي.
همداراز د کابل والي محمدیعقوب حیدري وویل، چې افغانستان د مالدارۍ او کرنیزو توکو لپاره ډېر ښه مارکېټونه لري. د هغه په خبره ددغو محصولاتو لپاره، کابل تر ټولو ستر مارکېټ دی.
په همدې حال کې د کروندګورو مېرمنو په استازې توب د کاپیسا ولایت اوسیدونکې انسه سادات خبرې وکړې او د مارکېټ د نشتوالي له امله یې شکایت وکړهغې د کرنې له وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې دې لا ډېره پاملرنه وکړي.

 

انځورونه:

د کرنې وزیر د کرنیز نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه.

https://www.facebook.com/afghanistan.ministry.agriculture/posts/2395959750428611

د بزګر مېله او کرنیز نندارتون په انځورونو کې.

https://www.facebook.com/afghanistan.ministry.agriculture/posts/2396051433752776

 

 

34.5564422, 69.1178854