دهلمند نهر سراج کې د خټکی مچ مخنیوی په اړه بزګرانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

user-admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۸:۲۹
دهلمند نهر سراج کې د خټکی مچ مخنیوی په اړه بزګرانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو


۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت کارکوونکو له لوري، د نهر سراج ولسوالی د خشک آبې په سیمه کې یو شمېر خټکي پالونکو کروندګرو ته د خټکي د مچ دمخنیوي په اړه عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.
د یاد عامه پوهاوي په ترڅ کې کروندګرو ته د خټکي د خریطې کولو طریقه هم ور وښودل شوه. دا میتود د دې لپاره کېږي، ترڅو کروندګر وکولای شي خپل حاصل له یاد مچ څخه خوندي وساتي.
د بوټو ساتنې متخصصینو وویل، چې د خټکي دغه زیانمن مچ د پسرلي په موسم کې پر نباتاتو برید کوي، کله چې خټکي ګل  او مېوه یې د خرما اندازې ته ورسېږي. مچ د نبات له شیري تغذیه کوي، چې له امله یې مېوه کږه او پیچلې شي، کوچنۍ پاتې شي او نږدې ۲۵ سلنه حاصل ته زیان ورسوي.
همداراز، یادو متخصصینو ووی،ل چې مچ د خټکي پر پوست هګۍ ږدي، چې له دې لارې لاروا دننه ننوځي. کله چې د لاروا ژوند پای ته نږدې شي، له مېوې وځي او خاورو ته ځي. دا پروسه پر مېوه سوری یا نښې پرېږدي چې د بکتریاوو او فنګسي ناروغیو د نفوذ لاره پرانیزي. له همدې امله، مېوه خپل کیفیت له لاسه ورکوي، بد بوی خپلوي او په بازار کې ارزښت له لاسه ورکوي.
په پای کې ټینګار وشو چې کروندګر باید له خټکي د مېوې له جوړېدو تر رسیدو پورې، په دوامداره توګه له میخانیکي لارو چارو کار واخلي ترڅو ښه، باکیفیته او بازارموندونکي حاصلات تر لاسه کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت