خوست کې ۴۵ بزګرانو ته د کچالو تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۳
خوست کې ۴۵ بزګرانو ته د کچالو تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه 

د خوست ولایت په قلندر ولسوالۍ کې ۴۵ بزګرانو ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر څار لاندې د ټي ال او مؤسسې په همکارۍ د کچالو تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه.
د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، هر بزګر ته ۱۵۰ کیلوګرامه د کچالو تخم (ټیوبر)، ۱۲ کیلوګرامه توره سره او ۲۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوه، ترڅو د کرنې سکتور، د حاصلاتو ډېرښت او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ته وده ورکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۱۶
Background image

د کندهار درېیو ولسوالیو کې ۱۴۰ بیوزلو کورنیو ته د هګیو چرګې ووېشل شوې

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډې.آر.سې» ادارې په مالي ملاتړ، د بشري خیریه مؤسسې (او.ایچ.ډبیلو) په تخنیکي همکارۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۸:۵۸
Background image

کندهار کې د صنعتي پارک د جوړولو په پار ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکه د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته وسپارل شوه

د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي. . .

بازگشت