خوست کې یوشمېرمالدارانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۵:۳۰
خوست کې یوشمېرمالدارانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

۷ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت مرکز کې ۲۵ مالدارانو سره د اړینو توکو او د څارویو د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د چارواکو په خبره یادو ۲۵ مالدارانو هر یوه مالدار ته ۹۶۰ کیلوګرامه بوس، ۶۳۰ کیلوګرامه بېده، ۲۰۰ کیلو ګرامه حیواني خوراکه، څلور کلچې صابون، یوه جوړه موزه، یوه پلاستيکي سطل، یوه پلاستیکي څوکی، ماسکونه، دوه جوړې دستکشې، د شېدو فلتر، دوه دانې برسونه، شامپو او ۵۰۰ نغدې پیسې ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته ودې او پراختیا ورکول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت