خوست کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۱۵
خوست کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو څارویو د «پي.پي.آر» طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین درېیم پړاو پیل شو.
یاد کمپاین د مالدارۍ او د څارویو روغتیا آمریت تر چتر لاندې، د ځانګړو روزل شوو تخنیکي کارکوونکو له‌خوا عملي کېږي. د کمپاین موخه د دې وژونکې ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا خوندي کول او د مالدارانو اقتصادي وضعیت پیاوړي کول، بلل شوي دي.
د واکسین لړۍ به په شفاف، منظم او پراخ ډول ټولو سیمو ته وغځېږي او تمه ده، چې دا بهیر د مالدارۍ سکتور د پراختیا، د څارویو د مرګ ژوبلې د کمېدو او د څارویو تولیداتو د زیاتوالي سبب شي.
یاد کمپاین به تر هغې دوام وکړي، ترڅو د یاد ولایت مالداران او د هغوی څاروي له دې واکسین څخه برخمن شي.

آغاز کمپاین واکسین بیماری طاعون حیوانات کوچک در خوست
۶ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست به همکاری سازمان ملل متحد برای غذا و زراعت، سومین دور کمپاین واکسین در برابر بیماری طاعون حیوانات کوچک «پی.پی.آر» را در این ولایت آغاز کرد.
این کمپاین تحت نظر آمریت مالداری و صحت حیوانی، توسط کارمندان تخنیکی آموزش‌دیده عملی می‌شود. هدف این روند، جلوگیری از این بیماری کشنده، تأمین صحت حیوانات و تقویت وضعیت اقتصادی مالداران عنوان شده‌است.
قرار است روند واکسین به‌گونه شفاف، منظم و گسترده به همه مناطق این ولایت گسترش یابد. انتظار می‌رود که این اقدام سبب توسعه سکتور مالداری، کاهش تلفات حیوانی و افزایش تولیدات حیوانی گردد.
این کمپاین تا زمانی ادامه خواهد یافت که مالداران و حیوانات آنان در این ولایت از واکسین برخوردار شوند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۲۴
Background image

د کرنې وزیر: د کابل د فتحې په ورځ د امیرالمؤمنین عمومي عفوې د وینې تویېدو او غچ اخیستنې د دوام مخه ونیوله

٢٤ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د فاریاب ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو له لوري د کابل د فتحې د کلیزې په مناسبت، د زمري  ۲۴. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

بازگشت