خوست کې د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په موخه د چهارمغزو نیالګيو د وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۲:۳۸
خوست کې د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په موخه د چهارمغزو نیالګيو د وېش لړۍ پیل شوه

 ۳۰ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لورې ددې ولایت ټڼیو ولسوالی ته ۹۰۰۰ د چهار مغزو نیالګي را انتقال او د ځنګلاتي ټولنو د غړو څخه د نیالګیو نیال کولوساتنې، پالنې او اوبو ورکولو په موخه ترې تعهد لیکونه واخیستل شول او نیالګي ورته عملآ ووېشل شول.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د خوست د کرنې ریاست پلاوی د ځنګلونو د بیا رغونې په برخه د ددې ولسوالی د ټولنو اړوند سیمې انتخاب کړي دي ترڅو یاد نیالګي په کې کښېنول شي.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسئولین وایي، چې د ځنګلونو په بیارغونې سره به د ژوند چاپېریال ته د ورپیښو زیانونو مخه ونیول شي او له  بزګرانو يې وغوښتل، چې خړوبولو، ساتنې او پالنې ته یې ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت