خوست کې د اوبولګولو د پروژې او حیواني کلینیکونو څخه څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۲:۴۱
خوست کې د اوبولګولو د پروژې او حیواني کلینیکونو څخه څارنه وشوه

١۵ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان پرمختيايي مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت داسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی اړوند دمقبل خيدر خېلو ویالې رغنیزې چارې پیل کړي دي، چې د خوست دکرنې ریاست له خوا ددې پروژې د چارو څارنه وشوه.
د چارواکو په خبره دغه ویاله پخوا تخريب شوې وه او بزګران يې له سختو ستونځو سره مخامخ کړي وو.
دغه راز  ددرويخېلو ويالې چارې څو ورځې مخکې پیل شوي وې، چې ۳۰ متروپه اوږدوالی دوه متره په سور او ۱/۲۰ سانتي مترو په لوړوالي سره يي چارې په اساسي ډول روانې دي.
بلخوا د خوست دکرنې ریاست تخنیکي ټیم د اسماعیل خېلو ولسوالی له حیواني کلینیکونو څخه هم څارنه وکړه او اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز د خوست ولایت د سپېرې ولسوالی ۳۰ مالدارانو سره په افغانستان کې د ډنمارک کمېټې په همکارۍ د مالدارۍ اړینو توکو مرسته هم وشوه.
ددغو پروژو د پلي کولو موخه د اوبو ضایعاتو مخنیوی، بزګرانو ته پر وخت اوبو برابرول او په ټوله کې د اوبو مدیریت او ترڅنګ یې د کلینیکونو د څارنې له لارې مالدارانو ته د باکیفیته درملو او دوی ته د اساسي چوپړتیاوو وړاندې کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت