جلال آباد ښار کې ۱۲ قلمه  تاریخ تېرې او غیرمجاز درمل راټول شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۹:۳۶
جلال آباد ښار کې ۱۲ قلمه  تاریخ تېرې او غیرمجاز درمل راټول شول

۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ګډ پلاوي جلال آباد ښار کې د نباتي درملو پلورنځیو څخه بېلابېل ډوله ۱۲ قلمه تاریخ تېري او هغه درمل، چې د کرنې وزارت له لورې بند دي ونیول شول.
دکرنې ریاست ګډ پلاوي له لورې د نباتي درمل پلورنځي او ګودامونه د ماښام له لورې مهرلاک شوي وو او سهار اته بجې د درمل پلورنځیو او ګودامونو څارنه او کنټرول ترسره شو.
همدارنګه درمل پلورونکو څخه د غیر مجاز، بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو نه پلورلو ژمنه واخیستل شوه .
دغه راز درمل پلورونکو ته د مسلکي کسانو ګمارلو، جوازونو اخېستلو، پرته له نسخې درملو نه ورکولو او د درملو استعمال، ګټو او زیانونو بزګرانو پوهولو سپارښتنې هم وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت