بلخ ولسوالی کې اړمنو مالدارانو ته د کنجاړې مرستې ووېشل شوې

qiam_amin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۱
بلخ ولسوالی کې اړمنو مالدارانو ته د کنجاړې مرستې ووېشل شوې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق  

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالی په کچه اړمنو مالدارانو ته د څارویو د تغذیې د ښه والي په موخه د کنجاړې مرستې ووېشل شوې.

دغه مرستې د آغا خان دفتر له لوري، د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدماتو له مدیریت سره په همغږۍ او همکارۍ ترسره شوې، چې له مخې یې د یادې ولسوالی ۲۰ تنه مستحق مالداران تر پوښښ لاندې راغلل.

د چارواکو په وینا، یادې مرستې د مخکې ترسره شوې سروي او د اړمنو مالدارانو د پېژندنې پر بنسټ برابرې شوې، چې هر مستحق مالدار ته ۲۵۰ کیلو ګرامه ترکیبي متراکم کنجاړه ووېشل شوه.

د مرستې موخه د مالدارانو د څارویو د تغذیې ښه والی، د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او د اړمنو مالدارانو د اقتصادي ستونزو کمول ښودل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د کنجاړې د وېش بهیر د اړوندو مسؤلینو تر څار لاندې په منظم او شفاف ډول ترسره شو، او همدارنګه مستحقو کسانو ته د مرستې د سم استعمال په اړه لازمې سپارښتنې هم وړاندې شوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت