بادام باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نندارتون څخه لیدنه او وطني محصولات ترلاسه کړئ

user-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۸:۴۰
د کرنیزو  او مالدارۍ محصولاتو یودېرشم نندارتون د کابل په بادام باغ کې د اسلامي امارت د چارواکو، د خصوصي سکتور د سوداګرو او متشبثینو، یوشمېر بزګرانو او مالدارانو په پراخ حضور سره پیل شو، چې د یاد نندارتون په لومړی او دویمه ورځ د هېواد د بېلابېلو ولایتونو  زرګونو اوسېدونکو له نندارتون څخه لیدنه وکړه


د کرنیزو  او مالدارۍ محصولاتو یودېرشم نندارتون د کابل په بادام باغ کې د اسلامي امارت د چارواکو، د خصوصي سکتور د سوداګرو او متشبثینو، یوشمېر بزګرانو او مالدارانو په پراخ حضور سره پیل شو، چې د یاد نندارتون په لومړی او دویمه ورځ د هېواد د بېلابېلو ولایتونو  زرګونو اوسېدونکو له نندارتون څخه لیدنه وکړه
دغه نندارتون چې د «معیاري تولید؛ نړۍوال بازار ته لاس رسی» تر شعار لاندې په لاره اچول شوې ده، په کې د کرنې او مالدارۍ محصولات، کورني تولیدات، د ښځو لاسي صنایع، کرنیز وسایل او ماشینونه په ۲۶۳ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي چې له ډلې  ۵۶ غرفو کې د ښځو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.
د هرات زعفران، د بادغیس پسته، د پکتیا او پکتیکا جلغوزې، د ننګرهار سټروس، د بدخشان شات، د کاپیسا چهارمغز(غوزان)، د تګاب انار، د بامیانو لاسي صنایع، غالۍ، د هلمند پنبه او طبي بوټي دغه نندارتون نور هم رنګین کړی دی.
د بادام باغ په ملي نندارتون کې کرنیز ماشینونه، بېلابېل کیمیاوي سرې، د غنمو بېلابېل ډولونه او نور حبوبات او غلې دانې، کرنیز افت وژونکي درمل، د څاڅکو او د اوبو لګولو  لمریز سیستمونه نندارې ته اېښودل شوي او د کرنې وزارت د چارواکو له خوا د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په هکله معلومات وړاندې کېږي.
په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو خزانی نندارتون د کابل ښاریانو او ګډونوالو لپاره د تفریح ​​او سرګرمۍ ​​لپاره مناسب ځای دی.
دغه نندارتون د روان کال د تلی  له ۲۵ تر ۲۸ نېټې دوام کوي، په دغه نندارتون کې ګډون وکړئ او د کرنیزو محصولاتو او نورو کورنیو تولیداتو څخه لیدنه وکړئ او د کورنیو تولیداتو په پېرلو سره د افغانستان په ځان بسیا کېدو کې ونډه واخلئ.

از نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری در بادام باغ بازدید نموده و محصولات وطنی را بدست بیاورید 
۲۷ میزان ۱۴۰۳ ه‍.ش
 سی‌ویکمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری در بادام باغ کابل با حضور گسترده مقامات امارت اسلامی، تجار و متشبثین سکتور خصوصی، دهقانان و مالداران آغاز و در دو روز اول شاهد حضور  هزاران تن از  باشنده گان ولایت مختلف کشور بود.
این نمایشگاه که با شعار «تولید معیاری؛ دسترسی به بازار جهان» به را انداخته شده است در آن محصولات زراعتی و مالداری، تولیدات داخلی، صنایع دستی خانم‌ها، وسایل و ماشین آلات زراعتی در ۲۶۳ غرفه به نمایش گذاشته شده است که ۵۶ غرفه آن مربوط صنایع دستی خانم‌ها می‌شود.
 زعفران هرات، پسته بادغیس، جلغوزه پکتیا و پکتیکا، ستروس ننگرهار، عسل بدخشان، چهازمغز کاپیسا، انار تگاب، صنایع دستی بامیان، قالین، پنبه هلمند و گیاهان طبی این نمایشگاه را رنگین‌تر ساخته است.
در نمایشگاه ملی بادام باغ ماشین‌آلات زراعتی، کودهای مختلف کیمیاوی، ورایتی‌های مختلف گندم و سایر غله‌جات و حبوبات، آفت‌کش‌های زراعتی، سیستم آبیاری قطره‌ای و شمسی به نمایش گذاشته شده و معلومات در باره زراعت، مالداری و باغداری توسط مسوولین وزارت زراعت ارایه می‌شود.‌
نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی و مالداری در بادام باغ مکان مناسب برای تفریحی و سرگرمی برای باشنده‌گان کابل و اشتراک کننده‌گان می‌باشد.‌
این نمایشگاه از ۲۵ الی ۲۸ میزان ادامه دارد، در این نمایشگاه اشتراک نمایید و از  محصولات زراعتی و سایر  تولیدات داخلی بازدید نموده و با خرید تولیدات داخلی در رسیدن افغانستان به خودکفایی سهیم  شوید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

خوست کې د اقتصادي ځان‌بسیاینې پروګرام؛ ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس توکي ووېشل شول

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه ۱۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۲
Background image

د پکتیا په مرکز او دوو ولسوالیو کې یوشمېر اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا په موخه د مرستو وېش

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۱
Background image

ننګرهار کې د کډوالو او بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروګرام؛ ۲۸ کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ د ودې او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په موخه د جلال‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې ۲۸. . .

بازگشت