آریا تسنیم شرکت د کرنې وزارت سره د کرنیزو کمپلکسونو د جوړولو طرحه شریکه وکړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۰:۲۸
آریا تسنیم شرکت د کرنې وزارت سره د کرنیزو کمپلکسونو د جوړولو طرحه شریکه وکړه

د آریا تسنیم شرکت چارواکو د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په سکتور کې د کرنیزو کمپلکسونو د جوړولو د پانګونې طرحه د تخنیکي بیاکتنې او بډاینې په موخه دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني ته وړاندې کړه.
ياد  شرکت د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنيزو کمپلکسونو د جوړولو پلان د پانګونې بین الوزارتي کميټې ته چې د يو شمېر امارتي ادارو له باصلاحیته استازو څخه جوړه ده وړاندې کړه، چې یاده کمېټه د آريا تسنیم شرکت د طرحې له څېړلو او ارزونې وروسته، دیادې طرحې د لابډاینې او ارزونې په پار د کرنې وزارت ته راجع کړل.
په همدې موخه د ياد شرکت مسوولينو خپله طرحه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني ته وړاندې  او د يادې طرحې د بډاينې لپاره يې په بېلابېلو برخو کې تخنيکي او مسلکي نظرونه وغوښتل.
ټاکل شوې، چې د آريا تسنيم شرکت له خوا د هېواد په څلورو زونونو کې د څلورو کمپلکسونو د جوړولو د پانګونې طرحه د کرنې وزارت د کارپوهانو له خوا وڅېړل شي او یوځل بیا د پانګونې کمېټې ته  واستول شي.

شرکت آریا تسنیم طرح ایجاد کمپلکس‌های زراعتی را با وزارت زراعت شریک ساخت 
 مسوولان شرکت آریا تسنیم طرح سرمایه گذاری جهت ساخت کمپلکس‌های زراعتی در چهار زون کشور را غرض بررسی و غنی سازی از لحاظ تخنیکی در بخش زراعت، مالداری و آبیاری به مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت اراییه کرد.
شرکت متذکره طرح احداث کمپلکس‌های زراعتی در چهار زون کشور را به کمیته بین الوزارتی سرمایه گذاری که متشکل از نماینده گان با صلاحیت چندین اداره امارتی تشکیل شده است  ارییه کرد که کمیته متذکره پس از غور و بررسی طرح شرکت آریا تسنیم طرح متذکره را جهت غنامند سازی و بررسی به وزارت زراعت راجع کرد.
به همین اساس مسوولان شرکت متذکره طرح خویش را جهت بررسی و غنامند سازی به مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و و مالداری وزارت زراعت اراییه کرده و خواستار نظریات تخنیکی و مسلکی در ابعاد مختلف جهت غنامند سازی طرح شدند.
قرار است طرح  سرمایه گذاری بالای احداث چهار کمپلکس در چهار زون کشور از سوی شرکت آریا تسنیم توسط متخصصین وزارت زراعت بررسی گردیده و دوباره به کمیته سرمایه گذاری ارسال گردد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې د ۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د میدان وردګو ولایت کرنې ریاست کې د شنو خونو د جوړولو کار پیل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د میدان وردګو ولایت د کرنې په ریاست کې د شنو خونو د جوړولو چارې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
Background image

ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په بېلا بېلو برخو کې پروژې پلي کېږي

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو او د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» د. . .

بازگشت