د اوبو د محاسباتو د پرمختللي روزنو اووم پړاو: «د ښې استفادې لپاره، د افغانستان اوبه کنټرول ته اړتیا لري»

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۱۶:۰
د اوبو د محاسباتو د پرمختللي روزنو اووم پړاو: «د ښې استفادې لپاره، د افغانستان اوبه کنټرول ته اړتیا لري»

۱۲ زمری ۱۳۹۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې دکرنې، اوبو او انرژۍ او د کلیو د بیارغونې اوپراختیا وزارتونو کارکوونو ته د اوبو د محاسباتو د پرمختللي روزنو اووم پړاو په لاره واچول شوه.

دغه پنځه ورځنۍ روزنیزه برنامه د اوبو له سرچینو څخه د ښې ګتې اخیستنې او دمحاسباتو دښه مدیریت په موخه دیادو وزارتونو د ۲۶ کارکوونکو د وړتیالوړولو په پار په لاره اچول شوې ده.

ددې برنامې په پرانست غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی ددغو روزنو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: «افغانستان هغه هېواد دی، چې لږې اوبیزې سرچینې لري نو دې ته په کتو د اوبو مدیریت ته جدي اړتیا لیدل کیږي، نو په همدې موخه دغه روزنې موږ ته ډېر اړین دي او باید له دغو روزنیزو پروګرامونو څخه سمه استفاده وکړو.» ښاغلی درانی دغه روزنیزې برنامې ډېر اړین وبلل او په افغانستان کې د هالند سفیر او د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې له سازمان څخه په دې برخه کې د لازیاتو مالي او تخنیکي همکاریو غوښتونکی شو.

دغه راز په افغانستان کې دهالند سفیر ارنست نورمان د اوبو په برخه کې د خپل هېواد د تجربو یادونه وکړه او ویې ویل: «که څه هم چې هالند ددې برخې تخنیکي او روزنیزې برخې پرمخ وړي، خو بیاهم کومې تجربې چې موږ یې لرو افغانستان سره د اوبو د مدیریت په برخه کې همکاري کوو.» د هالند سفیر په دې برخه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» مشر رجیندرا کومار اریال د افغانستان او نړۍ په کچه د اقلیم پر بدلون او اوبیزو سرچینو خبرې وکړې او ویې ویل: «هالند د اوبو د مدیریت په برخه کې کافي تجربه لري او په افغانستان کې د اوبو دمدیریت په برخه کې یې تجربې ډېر اړین دي.» اریال په خپلو خبرو کې افغانستان هغه هېواد وباله چې اوبه یې کمه ده او په افغانستان کې د اوبو د کنټرول په برخه کې دهالند د سفیر د لا زیاتو تخنیکي او مالي مرستو غوښتونکی شو.

دغه راز د اوبو د کنټرول نړیوال متخصص ویم بیسنسټن چې، ددې برنامې له روزونکو څخه دی وویل افغانستان هغه هېواد دی، چې د باران له لارې په کال کې ۲۰۰ ملي متر اوبو لري او دغه اوبه د استفادې لپاره ډېر کم دی، نو دهغه په خبر «باید د اوبو د کنټرول په موخه پراخې مطالعې وشي او خپل اوبه کنټرول کړو.»

دغه روزنیزه برنامه اته پړاوونه لري. شپږ پړاوونه یې په دوبۍ، دهلۍ او هانګ کانګ کې په لاره اچول شوې وه او ټاکل شوې، چې دوه نور پړاوونه یې د افغانستان دکرنې په وزارت کې په لاره واچول شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت