احمد اباد کې د جمیني سربند او کانال د بنسټ ډبره کېښودل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۷ - ۱۶:۲
احمد اباد کې د جمیني سربند او کانال د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۷ زمری ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د احمد آباد ولسوالۍ د احمد خیلو کلي د جمیني سربند او اوبولګولو کانال د جوړولو د بنسټ ډبره ددې ولایت مرستیال والي عبدالولي سهي، د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند، سیمه ییزو چارواکو او ددې ولایت د یوشمېر اوسیدونکو په شتون کې کېښودل شوه.
د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین مومند وویل، چې د احمد خیلو کلي د جمیني سربند سره یوځای د ۸۵ مترو په اوږدوالی د اوبولګولو یو کانال هم جوړیږي.
د یاد سربند او کانال د جوړولو ټولیز لګښت دوه میلیونه او ۲۷۳ زره او ۶۷۳ افغانۍ ده ، چې په جوړېدو سره یې ۵۵۰ جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راځي او ۳۵۰ کورنۍ ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کوي.
ددې پروژې په بشپړېدو سره د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کیږي او ترڅنګ یې د یاد کانال او سربند د تر پوښښ لاندې ځمکو کرنیز محصولات به هم د پام وړ زیات شي، چې د بزګرانو په اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

بازگشت