دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال دکونړ دکرنې کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۹:۳۴
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال دکونړ دکرنې کارکوونکو سره وکتل

۲۴ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال له خپل مل پلاوی سره تر ننګرهار وروسته کونړ ولایت ته سفر وکړ او ددې ولایت دکرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمدفیضان د کونړ دکرنې کارکوونکو سره په کتنه کې وویل: «د افغانستان اسلامي امارت په بریالیتوب سره تر اتیا سلنه د کار زمینه برابره شوې ده، کولای شو هرې خواته چې موږ وغواړو لاړ شو او کار وکړو، نو اړینه خبره داده، چې موږ باید په خپلو لږو امکاناتو په رښتنولی سره کار او چوپړتیاوې وړاندې کړو او لږه بدیجه چې لرو په شفافه توګه د مالدارانو او بزګرانو د چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې یې مصرف کړو.»
په همدې حال کې د کونړ دکرنې ریاست چارواکو ددې ولایت دکرنې ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړل او ترڅنګ یې ددې ریاست پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حل غوښتونکی شو.
په ورته وخت کې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د کونړ دکرنې ریاست دکارکوونکو د کړنو قدرداني وکړه او د چارو د لاښه او کړندۍ پرمختګ په پار یې لازمې لارښوونې وکړې.
د طبیعي سرچینو رییس مولوی عبدالاحدخلیل، مالي او حسابي رییس مولوی ضیاالدین واقف او دکرنې وزارت د ځنګلونو آمر محمدامان امانیار په دې سفر کې دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال مولوی باز محمد فیضان ملتیا کوله.

دیدار معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با کارمندان زراعت کنر  
۲۴ عقرب ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با هیئت همراه شان پس از ولایت ننگرهار به ولایت کنر سفر کرده و با کارمندان ریاست زراعت آن ولایت دیدار کرد.
مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی در جریان دیدار با کارمندان زراعت گفت"با پیروزی امارت اسلامی افغانستان امنیت به گونه کامل تامین شده است و ما می توانیم به هرجای که می خواهیم برویم و کاری را انجام دهیم پس ما باید با امکانات کمی که داریم صادقانه خدمت کنیم و بودیجه کمی که داریم آن را به گونه شفاف در خدمت گذاری به دهقانان و مالدارن به مصرف می رسانیم" .
 در همین حال مسوولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کنر  گزارش فعالیت‌ها و دستاورد های ریاست زراعت را بیان کرده و در کنار آن  پیشنهادات مشخص خود را جهت حل چالش‌ها فرار راه شان اراییه کردند.
معین آبیاری و منابع طبیعی از فعالیت‌های کارمندان ریاست زراعت کنر قدر دانی کرده و هدایت لازم را جهت حل مشکلات ‌شان و بهبود و تسریع امور سپرد.
مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی را در این سفر مولوی عبدالاحد خلیل رییس منابع طبیعی، مولوی ضیا الدین واقف رییس مالی و حسابی محمد امان امانیار رییس امور جنگلات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری همراهی می‌کنند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت