د کرنې وزارت کارکوونکو لپاره د ډاډورکونې غونډه دائره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۷ - ۱۰:۱۳
نشست اطمینان‌دهی برای کارمندان وزارت زراعت برگزار شد 

۷ /تله/۱۴۰۰ هـ.ق
۱۹/صفرالمظفر/ ۱۴۴۳ هـ.ق 
د ا.ا.ا د کرنې وزارت، دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي صدراعظم مالي او اداري مرستيال مولوی فضل‌ الباري فضلي، ديوې غونډې په ترڅ کې دياد وزارت کارکوونکو ته د کار دبيا پيل ډاډ ورکړ.
دا غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه.
د ا.ا.ا دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي صدراعظم په دې غونډه کې، کار ته د بيا راستنېدو په پار دياد وزارت له کارکوونکو څخه دمننې ترڅنګ وويل: «ستاسو سره به زموږ چلند د ورورولۍ چلند وي او موږ هڅه کوو چې ستاسو له استعدادونو ګټه پورته شي.»
مولوي صدراعظم زياته کړه: «هلې ځلې کوو چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت بيا پر پښو ودرېږي او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې چې هرڅوک ښې سلامشورې ولري له هغه نه ګټه پورته کوو.»
په همدې حال کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي فضل الباري فضلي وويل: «دکرنې وزارت د افغانستان په کچه يو خدماتي وزارت دی او دا وزارت دافغانستان خلکو پورې تړلې دي او  سوداګرو او نورو برخو پورې نه دي تړلې. موږ هم مسؤل يو چې بزګرانو لپاره اسانتياوې برابرې کړو او دوی ته د فرصتونو زمينه برابره کړو. موږ مسؤل يو چې دکرنې،  اوبولګولو، مالدارۍ او نورو برخو کې اسانتیاوي برابری کړو.»
فضل‌ربي فضلي دکرنې وزارت کارکوونکو ته په خطاب کې وويل: «تاسو په خپلو اړوندو چارو کې تجربه لری او موږ او تاسو په ګډه بايد هرې برخې ته پاملرنه ولرو او په پوره اخلاص او صداقت سره خپل چوپړتياوې وړاندې کړو.»
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه له خوا دکرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ تر رسمي پېژندګلوی وروسته دا لومړی ورځ ده،  چې دکرنې وزارت ټول کارکوونکي خپلو دندوته حاضرشوي دي.
ياده غونډه د کلام‌الله مجید د څو مبارکو ايتونو په تلاوت او دعا سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

د پکتیکا جاني خېلو ولسوالی کې ۳۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکې سړه خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د جاني خېلو ولسوالی کې د هیلټو موسسې له لوري د ۳۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکې سړې خونې د جوړېدو چارې بشپړې او په رسمي ډول د یاد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په فارمونو کې د هندواڼو او خټکیو حاصلاتو راټولول پیل شول

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند د څلورګونو فارمونو په پراخو کرنیزو ځمکو کې د قراردادي کرنیزو شرکتونو او اجاره لرونکو له لوري کرل شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

هلمند کې د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه ځانګړې راډیویي خپرونه پیل شوه

۲۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته د پر وخت رسېدنې او مسلکي حل لارو وړاندې کولو په موخه. . .

بازگشت