دکرنې وزیر: د پور ورکونې شرایط اسانوو

content_admin
دکرنې وزیر: د پور ورکونې شرایط اسانوو

۱۳ زمری ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وایي، یاد وزارت په پام کې لري، چې بزګرانو او کرنیزو متشبثینو لپاره د پور ورکونې شرایط تر پخوا لا ډېر اسانه او ساده کړي.
ښاغلی احدي نن په هغه غونډه کې، چې (د کرنیزو محصولاتو بازارموندنې او مالي تمویل ته لاس رسی) په پار په کابل کې د کرنې وزارت د مشرتابه پلاوې، دکرنې د پرختیا صندوق او یوشمېر بزګرانو او متشبثینو له خوا جوړه شوې وه وویل، چې ددې غونډه یوه موخه د پور ورکونې د لارو چارو ساده کول دي. ښاغلی احدي وویل: «دا غونډه بزګرانو، بڼوالو، مالدارانو او په ټوله کې دکرنې پراختیا صندوق څخه د پور اخیستونکو د پور اخیستنې په چارو کې د اسانتیا رامنځته کولو په پار جوړه شوې ده.»
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر وویل، چې د کرنې د پراختیا صندوق د نورو بانکونو په پرتله له پور اخیستونکو څخه ډېره کمه ګټه اخلي هغه زیاته کړه: «د هرې اقتصادي برخې او بنسټ د پرمختګ لپآره د پور وېش یوه اړینه چاره ده، او په نړۍ کې له پخوا راهیسې دود دی او پخوانی مخینه لری. هر شرکت او نهاد چې وغواړي ژر او په موثره توګه خپلې چارې سر ته ورسوې اړتیا لري، چې پور واخلي. د افغانستان د کرنې د پراختیا صندوق د خپل کار له پیل څخه تر دې دمه اغېزناکې فعالیتونه تر سره کړي دي او ډېرو بزګرانو سره یې مرستې کړي دي.»
انوارالحق احدي هیله وښودله چې د کرنې د پراختیا صندوق به یوه ورځ د پوروکونې په یو بانک بدل شي، هغه وویل، چې د کرنې د پراختیا صندوق ADFد کارکوونکو تجربې زیاتې شوي دي او د دوی د کار لړۍ هم د پخوا په پرتله ښه او اغېزناک شوي دي.
دکرنې وزیر وویل: «یاد صندوق د خپل فعالیت له پیل څخه تر دې دمه څه باندې ۱۸ سوه میلیونه افغانۍ پورونه ورکړي دي، څو موده مخکې مو ۹۰۰ میلیونه افغانۍ منظور کړل، ترڅو بزګرانو ته ورکړل شي.خو د بزګرانو ملاتړ او همکارۍ ته ژمن یو، پور اخیستونکي دې هم شرایطو ته باید پاند وي او پیسې دې په خپل وخت ورکړي.»
ډاکټر انوارالحق احدي وویل، چې د کرنې پراختیا د دولت عمده موخه ده هغه زیاته کړه: «په راتلونکې کې د پور اخیستنې شرایط اسانوو، ستاسو په چوپړ کې یو ترڅو د بزګرانو ژوند ښه شي. د بامیانو خلک ښه معامله لري، په همدې موخه نن خبرې وکړې، د معاملې تاریخ په پام کې ونیسئ او پر خپل وخت پیسې تاویل کړئ.»
دغه راز د دولت سره د خلکو اړیکي او د منازعاتو د حل خپلواک کمیسیون مرستیال ډآکټر ضیاءالرحمان ضیاء وویل، چې د دولت مشرتابه د کرنې پر پراختیا ډېره پاملرنه لري، ښاغلی ضیا هم د کرنې د پراختیا صندوق له خوا د پورورکونې په بهیر کې د اسانتیا رامنځته کولو ته هیله مند دی او وایي: «د بزګرانو کورنۍ ملاتړ ته اړتیا لري، هیله مو داده، چې له بزګرانو سره لا ډېر کار ووشي.»
په همدې حال کې د کرنې د پراختیا صندوق مشر ډآکټر ایمل آرمان وویل، چې په دې غونډه کې له بېلابېلو ولایتونو څخه بزګران او د  کرنیزو، مالدارۍ او چرګانونې روزنې له بېلابېلو برخو څخه استازي ګډون کړي دي. هغه وویل: «ددې غونډې ګډوال له بېلابېلو ولایتونو لکه بامیان، هرات، لوگر، بلخ، کابل او کندهار څخه دي. ډېری یې د چرګانو روزنې، کب روزنې، بزګرانو او بڼوالو له ټولنو څخه دي، دا غونډه د شته  وضعیت د ارزونې  او د مشترکینو د ستاينې په پار په لاره اچول شوې ده.»
ښاغلی آرمان وايي،  چې د کرنې د پراختيا صندوق فعاليتونه د ښه کېدو په حال کې دي او په تېرو دوو کلونو کې څلور ميليارډه افغانۍ پورونه ورکړي دي. هغه وويل، چې ډېری پورونه باميانيان اخيستي دي او پر وخت يې بېرته تاويل کړي دي.
ایمل آرمان وويل،  چې دکرنې د پراختيا صندوق د فعاليت له پيل تر دې دمه ۱۵ زره بامياني بزګرانو ته يوميليارډه او شپږ ميليونه افغانۍ پورونه ورکړل شوي دي. دهغه په خبره باميان د کچالو له عمده توليدوونکو څخه دی، چې بزکران يې په ټاکلی وخت پور پرې کوي.
ډاکټر ایمل آرمان دغه راز وويل: «د دولت پر وړاندې د خلکو باور زيات شوي دي، د پور دوېش کچه له دې هم زياتوو.»
ښاغلی آرمان وويل،  چې د پور ورکوونې شرايط تر دې کچه اسانه شوې غوښتونکو ته په یوه اوونۍ کې پور ورکول کېږي.
 د باميانو د کرنيزو کو پراټيفونو لوی رييس قربان‌علي حقجو
وويل،  چې دکرنې د پراختيا صندوق پورونه ډېر اغيزناک تمام شوي دي او په ځانګړې توګه د قرنطين په وخت کې ددې ولايت بزګران ۲۰۰ميليونه افغانۍ پورونه اخيستي دي او وکولای شول، چې ځانونه له بېوزلۍ وژغوړي.
هغه وويل،  چې د کرنې د پراختيا صندوق پورونه په ډېر اسانۍ خپله بزګر ته رسېږي.
دا غونډه دکرنې سکټور رهبرۍ او بزګرانو يو بل ته د ستاينليکونو او ډاليو په وېش سره پای ته ورسول.