د ځنځيري ارزښت پراښتيا له لارې د ښځو پياوړتيا ملي برنامې دطرحې پر غني کولو خبرې وشوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۱۲:۵۰
د ځنځيري ارزښت پراښتيا له لارې د ښځو پياوړتيا ملي برنامې دطرحې پر غني کولو خبرې وشوې

۱۷چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال او د ښځو چارو وزارت، د ښځو د سوداګرۍخونې، د افغاتستان د ښځو شبکه او د کروندګرو مېرمنو ټولنې استازو سره د يوې غونډې په ترڅ کې د ځنځيري ارزښت پراښتيا له لارې د ښځو پياوړتيا ملي برنامې دطرحې پر غني کولو خبرې اترې وشوې.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت‌الله غفوري وويل، چې دا برنامه د ښځو اړتياوو ته په کتو د ولسمشر شفاهي هدايت پر اساس ډيزاين شوې ده او په دې برنامه کې د ښځو د ټولو ستونزو حل لارې ځاي شوي دي. هغه وويل، چې ددې طرحې د لا بډاينې په پار ياده طرحه د ښځو چارو وزارت، د ښځو د سوداګرۍ خونې او د افغانستان کروندګرو مېرمنو ټولنې سره شريک کېږي.
يادې برنامې ته ۲۱۰ميليونه او ۱۶۵زره ډالر بوديجه په پام کې نيول شوې ده. دا برنامه د لسو کالو لپاره ډيزاين شوې ده،چې له ۱۴۰۰ ام کال څخه پيل او ۱۴۰۹کال کې پای ته رسېږي. دا برنامه د کرنې وزارت له خوا د ښځو چارو وزارت سره په همکارۍ په ۳۴ ولايتونو کې پلي کېږي. ددې برنامې په پلي کېدو سره ۲۳۲ ښځې ترې په مستقيمه توګه برخمنې کېږي.
د ځنځيري ارزښت پراښتيا له لارې د ښځو پياوړتيا ملي برنامې اصلي موخه اقتصادي وده، د خوړو خونديتوب،د کورنيو غوره معيشت،دتوليدي ګروپو جوړول او مديريت، د باکيفيته توليد په پار د ښځو کرنيزې ټولنې جوړول او مديريت، دښځو کرنيزو توکو ته بازار موندنه او پروسس، د روزنيزو برنامو، ورکشاپونو او سيمينارونو په لاره اچولو سره د ښځو وړتياوې لوړول،د ملې طرحو ارزونه او پلي کول او دهغو پروژو او برنامو ترمنځ د هغږۍ ايجادول دي، چې په هېواد کې د ښځو د وضعيت ښه کولو په برخه کې فعاليت کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت